په بلخ کې د ۲۰۰۰ کورنیو ماشومانو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

په بلخ کې د ۲۰۰۰ کورنیو ماشومانو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه


  • 2 کاله دمخه (05/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 893

د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په زیک زیک وطني کلي کې د څه باندې ۹ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي د ودانۍ په جوړیدو سره د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.

سرچینه زیاتوي دا ښوونځی ۱۲ ټولګي،۱ اداري خونه، ۴ تشنابونه ، د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه او ۲۶۰ متره مربع احاطوي دېوال لري.

دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړشوی، چې د جوړیدو په ترڅ کې یې د تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره لسګونه کاري ورځې برابرې شوې وې.