عبدالله عبدالله: طالبان دې د کابل د سقوط خوبونه نه‌ویني، دوی ناکام دي

عبدالله عبدالله: طالبان دې د کابل د سقوط خوبونه نه‌ویني، دوی ناکام دي


  • 4 مياشتي دمخه (04/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 295

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له سي این این سره په مرکه کې ویلي، هېڅ تضمین نه شته، چې افغانستان دې د ترهګرو پر پناه ځای بدل نه‌شي او په وینا یې طالبان په دې برخه کې ناکام دي.

ښاغلي عبدالله همداراز ویلي، چې لا هم طالبان له القاعده شبکې او نورو وسله‌والو ډلو سره اړیکې لري، چې په خبره یې دا د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی. 

ورته مهال نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به طالبان کابل ونیسي ویلي، د کابل سقوط کول یو خیال دی. 

هغه د دوحې روانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې دوحه کې بین الافغاني خبرې پڅې روانې دي او د پام وړ پرمختګ په‌کې نه دی شوی.

ښاغلی عبدالله دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او د ګڼ شمېر ملکیانو ژوند یې خورا ستونزمن کړی دی.

حکومتي چارواکي وایي، طالبانو خپله اصلي څېره خلکو ته بربنډه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هېڅ تغیر نه دی کړی.

چارواکي وایي، دغه ډله اوس هم د انساني حقونو په ګډون هېڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.