کرونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۲ کسانو ژوند واخیست

کرونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۲ کسانو ژوند واخیست


  • 3 اونۍ دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 120

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا  یو زر او ۲۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او ۹۲ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

په همدې موده کې ۹۳۵ کسان له یادې ناروغۍ بېرته رغیدلي دي.

د یادو پېښو له ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۲۴ زره او ۷۵۷ ته لوړ شو او له یادې ناروغۍ تر اوسه ۵ زره ۱۹۹ کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي تر څو په دې وژونکې وبا اخته نه شي.