آلمان: له افغانستان سره د ۱۸۲ میلیونه یورو مرسته کوو

آلمان: له افغانستان سره د ۱۸۲ میلیونه یورو مرسته کوو


  • 2 کاله دمخه (02/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1208

د آلمان دولت وایي، له افغانستان سره پراختیایي مرستو ته ژمن دي او له دغه هیواد سره یې د ۱۸۲.۶ میلیونه یورو نوو مرستو اعلان کړی دی. 

د آلمان د پراختیایي چارو د همکارۍ ادارې "جي آی زید" له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، د آلمان حکومت ژمنه کړې، چې د افغانستان له دولت سره به د دوه اړخیزي همکارۍ لپاره د شاوخوا ۱۸،۶ میلیونه یورو مرسته وکړي. 

د آلمان د فدرالي دولت د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت چارواکې مېرمن "کلودیا ورنینګ"، د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره په یوه آنلاین غونډه کې ویلي، چې دوی له حکومت او ګڼ شمیر ژمنو افغانانو سره کار کولو ته چمتو دي او په خبره یې څو د افغانستان په تلپاتې پراختیا کې ونډه واخلي. 

د یادونې ده، چې له افغانستانه وروستي آلماني سرتیري وتلي دي، خو د آلماني چارواکو په وینا، چې دوی به له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته تر دې وروسته هم ادامه ورکړي.