په پاکستان د دوه مخي تور؛ قریشي: هېواد یې غواړي افغان جګړه د خبرو له لارې هواره‌شي

په پاکستان د دوه مخي تور؛ قریشي: هېواد یې غواړي افغان جګړه د خبرو له لارې هواره‌شي


  • 2 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1278

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې نن یې له یو پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسائلو مرکه کوله، ویلي هېواد یې غواړي د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.

قریشي روانې افغان جګړې ته په اشارې ویلي، چې دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي او په وینا یې که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه په‌کې نه‌شته.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي او په خبره یې خدای مه‌کړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي.

قریشي داسې مهال د خبرو له لارې د افغانستان د مسائلو په هواري ټینګار کړی، چې دا هېواد د افغانستان د سولې په پروسه کې په دوه مخي رول لوبولو تورن شوی.

د ولسمشر لوموړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح څو ورځې مخکې ویلي و، چې پاکستان په خبرو کې له افغان دولت، خو په عمل کې د طالبانو ملتیا کوي. 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې په وار وار ویلي، چې دوی پر طالبانو نفوذ نه لري خو د پېښور پوهنتون استاد خورشید خان او یو شمېر شنونکي بیا وایي، چې د طالبانو کورونه په پاکستان کې دي، بچیان یې ښوونځیو ته ځي، د طالبانو د ټپيانو درملنه په پاکستاني روغتونونو کې کېږي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته راځي، نو له دې حقیقته چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري، سترګې نه شي پټېدلی.