حنیف اتمر: د طالبانو نظام د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هم نه دی په‌کار، موږ یې سولې ته رابولو

حنیف اتمر: د طالبانو نظام د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هم نه دی په‌کار، موږ یې سولې ته رابولو


  • 2 مياشتي دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 230

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی.

محمد حنیف اتمر، دا څرګندونې تېر ماښام له اریانا نیوز سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې دا موضوع یې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هم شریکه کړې ده.

ښاغلي اتمر د خپل پاکستاني سیال وروستیو څرګندونو ته، چې د افغان سولې او طالبانو په تړاو یې کړې په غبرګون کې ویلي، د طالبانو د رژیم په څېر د یوه نظام بېرته راتګ چې سیمه‌ییز او نړیوال تروریستان هم ورسره وي، نه ستاسو، نه زموږ او نه د نړۍ په ګټه دی.

نوموړي همدې مسئلې ته په اشارې زیاته کړې، چې دا خو خپله ستاسو د بربادۍ سبب کېږي او زموږ ګټه په دې کې ده چې طالبان خبرو اترو مېز ته راوبولو، څو له افغان دولت سره سوله وکړي او تاسې یې د پوځي اکمالاتو مخه ونیسئ.

د یادونې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، اسلام اباد هڅه کوي، د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي قریشي دغه راز منلې چې پاکستان له طالبانو سره تماسونه لري، خو د ده په خبره دا تماسونه د سولې په خبرو کې د اسانتیا برابرولو لپاره دي.

د ښاغلي اتمر او قریشي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان لفظي خبرو کشمکش زور اخیستی دی.

د افغانستان حکومت په وار وار ویلي، چې پاکستان له وسله‌والو طالبانو مالي ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته روزنځایونه هم ورکړي دي، خو پاکستان مخکې دغه تورونه رد کړي وو.