چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل کې د اوبو اووه پروژې پلې کېږي.

چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل کې د اوبو اووه پروژې پلې کېږي.


  • 5 مياشتي دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 336

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، راتلونکې اوونۍ په کابل کې د اوبو لګولو اووه پروژې پلې کېږي.

د دې وزارت وياند اکبر رستمي رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې دغه پروژې د ۷۳ ميلیونه افغانيو په ارزښت د کابل په شکردره او پغمان ولسواليو کې پلې کېږي.

د‌ نوموړي په خبره، د دې پروژو لګښت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي.

د‌ ښاغلي رستمي د معلوماتو له‌مخې د دې پروژو په پلي کېدو سره به په ورځني ډول شااوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.