د روان کال له پیله شل اوریزو لوبو کې چا ډېرې منډې کړي دي؟

د روان کال له پیله شل اوریزو لوبو کې چا ډېرې منډې کړي دي؟


  • 2 مياشتي دمخه (26/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 138

کریک ټریکر ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۱ کال له پیله یې تر اوسه شل اوریزو لوبو کې زیاتې منډې کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې پاکستانی محمد رضوان تر ټولو مخکې دی، رضوان تر اوسه پوره ۱۰۰۰ منډې جوړې کړي دي.

دوهم مقام کې بل پاکستانی لوبغاړی بابر اعظم دی، بابر تر اوسه ۸۵۵ منډې جوړې کړي دي.

دریم ځای انګلستاني جیمز وینس نیولی، وینس تر اوسه ۷۱۹ منډې روان کال کې جوړې کړي دي.

څلورم ځای کې بیا نیوزیلینډی ډیوان کانوای دی، کانوای ۶۸۷ منډې روان کال کې جوړې کړي دي.