بلوچ بېلتونپاله ډله: بلوچستان کې مو ۵ پاکستاني پوځیان ووژل.

بلوچ بېلتونپاله ډله: بلوچستان کې مو ۵ پاکستاني پوځیان ووژل.


  • 2 مياشتي دمخه (25/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 169

بلوچ بېلتونپاله ډله وايي، چې مجاهدینو یې د بلوچستان په بولان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۵ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې ډلې ویاند ګهرام بلوچ ویلي، چې د دوی مجاهدینو په یاد برید کې د پاکستان مهم پوځیان وژلي او وسلې او مهمات یې ورڅخه غنیمت کړي دي.

په ورته مهال بیا د پاکستان اردو نیوز هم د ۵ پاکستانیو د وژلو خبر تائیدوي؛ خو د وسلو او مهماتو په اړه څه نه وايي.

هېره دې نه وي، چې بلوچ ډلې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې