دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي.


  • 2 مياشتي دمخه (25/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 145

افغان چارواکي د تېرې شپې او ورځې په ترڅ کې د ۱۲۹ طالبانو د وژلو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دفاعي او امنيتي ځواکونو په یادې موده کې طالبانو سره مخامخ جګړه او نښې کړې دي، چې پر مهال یې د دغې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.

له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د دې په خوا ۳۱ بېلابېل ډوله هغه ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو او افغان ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی کړای شوي دي.

د سرچینې په حواله، ورته مهال هغه بېلابېلې سیمې چې طالبانو یې د نیولو هڅه کړې ده، هم د دوی له شتون څخه پاکې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد، کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، بلخ، هلمند، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد په دیارلس ولایتونو کې د ۲۲۱ طالبانو د وژلو او ۸۸ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی و.