تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا د ۶۳ کسانو ژوند واخیست

تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا د ۶۳ کسانو ژوند واخیست


  • 10 مياشتي دمخه (24/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 532

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱ زر او ۹۶۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او یاده موده کې ۶۳ کسان کوویډ ۱۹ مړه کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې ۶۹۷ کسان له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.

روغتیا وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک یوولس زره او ۵۹۳ ته پورته شوی او ۴ زره ۵۱۵ کسان یادې ناورغۍ وژلې دي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.