په شل اوریزو لوبو کې روان کال چا ډېرې ویکټې اخیستې دي؟

په شل اوریزو لوبو کې روان کال چا ډېرې ویکټې اخیستې دي؟


  • 3 مياشتي دمخه (24/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 234

کریک ټریکر ویبپاڼې د هغو کسانو نوملړ خپور کړی، چې په روان کال کې یې شل اوریزو لوبو کې ډېرې ویکټې اخیستې دي. په دغو لوبغاړو کې راشد تر ټولو مخکې دی، راشد د روان ۲۰۲۱ کال له پیله تر اوسه ۳۵ لوبغاړي سوځولي دي.

ورپسې د هند د کورني کرکټ پیاوړی لوبغاړی اویش خان دی، اویش خان د روان کال له پیله تر اوسه ۲۸ لوبغاړي سوځولي دي.

دریم ځای کې اسټرالیاوي ریچارډسن دی، ریچارډسن تر اوسه په روان کال کې ۲۷ لوبغاړي سوځولي دي.

او څلورم ځای کې پاکستانی حسن علي دی، حسن علي تر اوسه ۲۶ لوبغاړي سوځولي دي.