ننګرهار کې یو تن د ځانمرګي واسکټ د لېږد په تور ونیول شو.

ننګرهار کې یو تن د ځانمرګي واسکټ د لېږد په تور ونیول شو.


  • 2 مياشتي دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 206

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د امجد په نوم دغه کس چې په عبید مشهور دی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د خوګیاڼي په خبره، نوموړی د داعش ډلې غړی دی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او یو شمېر شب نامې یې د بهسودو له سخي موړ سیمې څخه جلال اباد ښار ته را لېږدولې، ونیول شو. 

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او اوسمهال هم تر پوښتنو او ګروېږنو لاندی دی.

د ویلو ده، تېره ورځ ناوخته هم د ملي امنیت صفر ۲ ځواکونو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مستي خېلو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مومن په نوم یو کس چې د داعش ډلې اړوند دی، د وژلو خبر ورکړی و. 

 

داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.