د بشري حقونو کمیسیون: طالبانو د ملکیانو وژنو ته دوام ورکړی.

د بشري حقونو کمیسیون: طالبانو د ملکیانو وژنو ته دوام ورکړی.


  • 2 کاله دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1001

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، طالبانو په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنو ته ادامه ورکړې ده او په وینا یې، دوی د انساني حقونو په ګډون هېڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، طالبانو ته په کار ده چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو جګړو کې ملکي وګړي د جګړې ښکار نه کړي. 

دغه کمیسیون همداراز وايي، جګړه د حل لار نه ده او طالبان باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جګړې ودروي او مذاکرات دې چټک کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې تر دې وړاندې هم څو ځله له دغې ډلې غوښتي، چې جګړې ودروي او شته مسائل د خبرو له لارې حل کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا غوښتنه له طالبانو داسې مهال ده، چې دغې ډلې په وروستیو کې تاوتریوخوالی اوج ته رسولی، چې تر ډېره بریده یې بې‌ګناه ملکیان د جګړې قربانیان دي.