حضرت الله ځاځی پي ایس ایل کې راج چلوي

حضرت الله ځاځی پي ایس ایل کې راج چلوي


  • 3 مياشتي دمخه (23/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 268

د پاکستان سوپر لیګ په دوهم ایلیمینټر لوبه کې اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلې سره مخامخ وې.

په دغې لوبه کې پچه د پېښور زلمي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

اسلام اباد لوبډلې په لومړي وار توپ وهنه کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې او د ۱۷۵ منډو هدف یې پېښور زلمي لوبډلې ته کېښود.

د اسلام اباد لپاره حسن علي ۴۵ او کولن منرو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي لوبډلې لپاره امید اصف او وهاب ریاض دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اوولسم اور کې پوره او په ۸ ویکټو او ۱۹ توپونو یې اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پېښور زلمي لوبډلې لپاره شعیب ملک ۳۲، ویلز ۵۵ او افغان حضرت الله ځاځي ۶۶ منډې جوړې کړې.

د حضرت الله ځاځي په توپ وهنه کې ۶ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ته ورکول شوه؛ ځکه چې ۶۶ منډې یې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې په لومړي ایلیمینټر لوبه کې هم حضرت الله ځاځي ۷۷ منډې جوړې کړې وې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې خپله کړې وه.