حضرت الله ځاځي پېښور زلمي لوبډله سیمي فاینل ته ورسوله

حضرت الله ځاځي پېښور زلمي لوبډله سیمي فاینل ته ورسوله


  • 2 مياشتي دمخه (22/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 260

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په ایلیمنټر لوبه کې کراچۍ کینګز او پېښور زلمي لوبډلې سره مخامخ وې.

په دغې لوبه کې پچه د پېښور زلمي لوبډلې وګټله؛ خو کراچۍ کینګز لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله.

کراچۍ کینګز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې او د ۱۷۶ منډو هدف یې پېښور زلمي لوبډلې ته کېښود.

د کراچۍ کینګز لپاره تیسارا پریرا ۳۷ او بابر اعظم ۵۳ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي لوبډلې لپاره وهاب ریاض، محمد عرفان او امید اصف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

پېښور لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او په پنځه ویکټو یې کراچۍ کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پېښور زلمي لوبډلې لپاره شعیب ملک ۳۰ او افغان حضرت الله ځاځي په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې.

د ځاځي په توپ وهنه کې لس څلوریزې او ۵ شپږیزې شاملې وې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ته ورکول شوه، چې ۷۷ منډې یې جوړې کړې وې.

نن د شپې اته نیمې بجې پېښور زلمي لوبډله له اسلام اباد لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.

په یاده لوبه کې که هر څوک لوبه ګټي؛ نو له ملتان سلطان لوبډلې سره به په فاینل لوبه کې مخامخ کېږي.