ابراهیم رئیسي: افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی؛ اړیکې ورسره پراخوو

ابراهیم رئیسي: افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی؛ اړیکې ورسره پراخوو


  • 5 مياشتي دمخه (22/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 323

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلفوني خبرې کړي او د مبارکۍ تر څنګ ورسره په دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي دي.

ولسمشر غني ویلي، چې ایران او افغانستان سره فرهنګي او ژورې تاریخي اړیکې لري. ده ویلي د نوي ولسمشر په راتګ سره به د ایران سره د افغانستان اړیکې لا پراخې شي.

ابراهیم رئیسي هم افغانستان د ایران ښه ګاونډی او ملګری هېواد بللی دی او له افغانستان سره یې د اړیکو د پراختیا خبره کړې کړې ده.