د هند لپاره ټیسټ کرکټ کې چا په ډېرو لوبو کې لوبډلمشري کړې؟

د هند لپاره ټیسټ کرکټ کې چا په ډېرو لوبو کې لوبډلمشري کړې؟


  • 10 مياشتي دمخه (21/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 494

 

کریک ټریکر ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د هند لپاره یې په ټیسټ کرکټ کې ډېره لوبډلمشري کړې ده.

په دغو لوبغاړو کې اوسنی لوبډلمشر ویرات کوهلي تر ټولو مخکې شو. کوهلي تر اوسه په ۶۱ لوبو کې د هند لپاره ټیسټ کرکټ کې لوبډلمشري کړې ده.

له ده وروسته ایم ایس ډوني دی، ډوني په ۶۰ لوبو کې د هند لپاره ټیسټ کرکټ کې لوبډلمشر پاتې شوی دی او دریم ځای کې د هند پخوانی لوبغاړی سوراف ګنګولي دی، ګنګولي په ۴۹ لوبو کې د هند لپاره ټیسټ کرکټ کې لوبډلمشري کړې ده.

هندوستان اوس مهال له نیوزیلینډ سره د ټیسټ اتلولیو فاینل لوبه کې مخامخ دی.