د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نن کومې لوبډلې سره مخامخ دي؟

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نن کومې لوبډلې سره مخامخ دي؟


  • 5 مياشتي دمخه (21/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 300

د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام نن دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت مازدیګر پنځه نیمې بجې د اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ پیلیږي.

په اسلام اباد لوبډله کې کوم افغان لوبغاړی نشته خو له ملتان سلطان لوبډلې سره رحمان الله ګربز ګډونوال دی.

که هره لوبډله دغه لوبه ګټي؛ نو فاینل ته به ځان رسوي او څوک یې چې بایلي؛ نو له دوهمې لوبې ګټوونکې سره به د سیالۍ ډګر ته وځي.

دوهمه لوبه د پېښور زلمي او کراچۍ کینګز لوبډلو تر منځ د افغانستان په وخت د شپې لس نیمې بجې شروع کېږي.

له پېښور زلمي لوبډلې سره حضرت الله ځاځی او وقار سلام خیل لوبیږي.

له کراچۍ کینګز سره نوراحمد لکڼوال او نجیب الله ځدراڼ برخه وال دي.