چارواکي: کونړ کې د وژنو په تور لس تنه ونیول شول.

چارواکي: کونړ کې د وژنو په تور لس تنه ونیول شول.


  • 4 مياشتي دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 273

د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري د د طالبانو څلوېښت کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي او د وژنو په تور د یو پاکستاني اتباع په ګډون لس تنه طالبان نیول شوي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، کشفي، امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي، چې د ولس امنیت خوندي او د وسله‌والو د هر ډول تخریبي کړنو مخنیوی وکړي.

هغه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د یو پاکستاني اتباع په ګډون لس تنه طالبان، څلوېښت کړۍ بېلا‌بېل ماینونه، یو میل کلاشینکوف او یو شمېر نور مهمات نیولي دي.

باید وویل شي، چې په وروستیو کې په کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو له‌خوا یو شمېر هغه وسله‌وال وژل شوي او نیول شوي، چې د پاکستان هېواد پورې تعلق لري.