حنیف اتمر: پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له افغان حکومت سره دې سولې ته وهڅوي.

حنیف اتمر: پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له افغان حکومت سره دې سولې ته وهڅوي.


  • 5 مياشتي دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 345

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتر وایي، پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له دې نفوذ په استفادې دې دوی له افغان حکومت سره سولې او د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

اتمر تېره ورځ له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي او پر افغان سوله او یو شمېر نورو مهمو یې خبرې کړې دي.

اتمر همداراز د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي، چې خپله صادقانه رول ادا کړي.

ښاغلي اتمر همداشان ویلي، د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري او په وینا یې، پاکستان باید په دې برخه کې خپله رښتینې همکاري ثابته کړي.

ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دوی د مذاکذاتو له لارې د افغان جګړې پای‌ته رسېدل غواړي او په دې برخه کې د خپل هېواد همکاریو ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې دغه رنګه، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.