څلویښت روپۍ

څلویښت روپۍ


  • 2 کاله دمخه (20/06/2021)
  • عبدالمالک هوتک
  • 1743

لنډه کیسه 

څلویښت روپۍ 

پرتونده لهجه یې وویل: ته را اوچت شه قاسمیه!

یوتن ماشوم چې رنګ یې ژیړ او پر تن خوار ؤ د تختې مخې راغی او په قهرجنه ژبه یې ترې پوښتنې شروع کړې.

تا ولې کتابچې نه دې راوړي! اوو جامې دې هم زړې دي ولې ـ ولې؟ 

هغه پلار سر خوړلی دې څه کار کوي؟

ولې چوپ یې ځواب را کړه ... .

د ماشوم له غټو ستر څخه څو اوښکې پر مړاوې څېره تېرې او ګریوان ته کوزې شوې.

په سلګو یې و ویل:  معلم صیب!

د کتابچو وس نه لرم، کالي هم را ته چا په خیرات کې را کړي دي

او پلار مې پخوا په یوه بمي چودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 او اوس د کورنۍ هېلې او اميدونه ماته دي .

څه شېبه غلی ؤ بیا یې دا سې داستان شروع کړ:

زه چې کله له مکتب څخه رخصت شم نو قلم او کتابونه مې له دې بکسې څخه لرې کوم او پر ځای یې

څو د بو ټانو برسونه او دوه درې رنګه د رنګ بو تلو نه ور اچوم اوسیده دښار په لور حرکت کوم.

اود هغه مشهوره چوک تر څنګ کېنم، د خلکو شلیدلې زړې څپلۍ او بو ټان رنګه وم او جوړه وم یې.

چې له چا څخه لس و غواړم پنځه را کوي او که له چا څخه پنځه وغواړم را پورې خاندې اوهیڅ هم نه را کوي.  

قاسم لا خپلې خبرې نوې خلاصې کړې چې د رخصتۍ زنګ یې و واهه.

ټول شاګردان او استاذان په خپله مخه روان شول.

د استاد له ستر ګو هم اوښکو لا رې کړې وي اوپه خجالت حالات له ښونځۍ څخه روان شو.

مازیګر مهال مې اراده وکړه چې هماغه چوک ته لاړ شم دکوم چوک چې قاسم یې یاده ونه کړې وه.

زه هماغه چوک ته لا نه وم ر سیدلی چې یو قوي او زور ور آواز مې واورېده.

ټول ښار یوې غمجنې خاموشۍ ونیوه .

زه هیڅ پرځان نه وم پوه شوی چې څنګه د پېښې ځای ته رَسیدلی وم.

پر څلورو خواوو مې نظر واچوه ټول چوک سرو وینو او ټوټه -ټوټه شوو جسدونو نېولی وه. 

نا څاپه مې پر یوه کوچني لاس سترګې ولګېدې چې د وینو سور رنګ سره – سره تور هم ښکاریده.

په چټکۍ ورغلم را اوچت مې کړه،

څو قدمه اخوا مې یو کوچنی جسد ولیده چې زګیروی یې کول.

ورنږدې شوم. په غېږ کې مې کلک ونیوه په ډېرې بې صبرۍ اوناهېلۍ یې راته داسې و ویل:

دا – دا څلویښت – څلویښت روپۍ مې مور جانې ته ورکړه او ورته و وایه:  چې له ژوند سره مبارزه وکړه.

…  شاید ډېر څه یې نور هم ویلي وي خو ما د امبو لانسونو او دولتي موټرونو له لاسه هیڅ وا نه وریده.

په وروستیوکې همدومره پوه شوم چې په ورستیو سلګیو کې یې مورې – مورې اواز کوه نفس یې ودریده سترګې یې بڼې ودریدې او ځان یې د تل لپاره له دې لا لهندې او ظالمې نړۍ څخه بیغمه کړه.

او روح چې امانت ورکړل شوی ؤ بیرته د کایناتو څښتن تعالی ته وسپاره.

د بکسې له خلاصه ولو سره سم مې سترګې په یوه سپین کاغذ ولګېدې ،چې لیکلي یې وه :

د لويو  ـ لویو قدرتونو ربه

 یو تمنا ده اورېدای شې کنه؟

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی لیدی شې که نه؟