دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان وژل شوي.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان وژل شوي.


  • 5 مياشتي دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 335

افغان چارواکو د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هېواد په بېلا‌بېلو سیمو کې د ۲۵۹ طالبانو د وژلو او ۱۶۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

ګډو افغان ځواکونو د هېواد په پنځلس ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې ۴۲۰ جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، په ورته مهال د طالبانو زیات شمېر وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله، د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو ۱۷ بېلا‌بېل ډوله ماینونه هم کشف او خنثی کړای شوي دي.

د ویلو ده، چې دغه طالبان د هېواد ننګرهار، کونړ، میدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو ته یاده مرک ژوبله داسې مهال ده، چې تېره ورځ هم د هېواد په دیارلس ولایتونو کې د دغې ډلې ۲۵۸ غړي ووژل شول او ۱۵۶ نور ټپیان شول.