قطر: بین الافغاني خبرو کې هېڅ پرمختګ نه‌ وینو

قطر: بین الافغاني خبرو کې هېڅ پرمختګ نه‌ وینو


  • 3 مياشتي دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 186

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه ویني. د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د اېستلو د ځنډ اعلان د خبرو د وخت له اوږدېدو سره نوره مرسته کړې ده. نوموړی ویلي، د دوی اساسي موخه دا ده، چې افغان دولت او طالبان سره متحد کړي او په خبره یې ډېر تمرکز یې پر اوربند د سلا کېدو دی. د عبدالرحمن په وینا، له تېر کال را په دې په دغه هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذکرات روان دي، خو هېڅ راز د پام وړ پرمختګ په‌کې نه دی شوی. هغه همداراز له دواړو لوریو غوښتي، چې ژر تر ژره په ټپه ولاړې خبرې بیا ځلې پیل کړي او همداراز د دغه هېواد پر راتلونکې یوه هوکړه وشي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو شاوخوا یو کال تېرېږي، خو تر دې دمه په‌کې هېڅ رنګه پرمختګ نه دی راغلی.