پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي

پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي


  • 11 مياشتي دمخه (19/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 559

د PSL د لوبو په دوام نن هم دوه لوبې ترسره کېږي، لومړۍ لوبه د کراچۍ کینګز او کویټه ګلاډیټرز لوبډلو تر منځ  د افغانستان په وخت مازدیګر شپږ بجې شروع کېږي.

په کویټه لوبډله کې ظاهر خان پکتین او کراچۍ کینګز لوبډله کې نجیب الله ځدراڼ او نور احمد لکڼوال ګډونوال دي.

دوهمه لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ د افغانستان په وخت د شپې یوولس بجې پیلیږي.

په اسلام اباد لوبډله کې افغان لوبغاړی نشته؛ خو له ملتان سلطان لوبډلې سره رحمان الله ګربز ګډونوال دی.

د یاد لیګ په فواینټ ټیبل کې اسلام اباد یونایټیډ لومړی، ملتان سلطان دوهم، پېښور زلمي دریم، لاهور قلندرز څلورم، کراچۍ کینګز پنځم او کویټه ګلاډیټرز لوبډله په شپږم مقام کې قرار لري.