کرونا جدي ونیسئ

کرونا جدي ونیسئ


  • 3 مياشتي دمخه (18/06/2021)
  • ډاکټر همایون هڅاند
  • 262

ولې د کرونا ناروغۍ په نوې څپه کې بدن د اکسېجن له کمښت سره مخیږي؟ د بدن لپاره د اړین اکسېجن کچه څنګه راکمولی شو؟

د کرونا ناروغي نوې څپه په چټکۍ سره د هېواد په اکثرو ولایتونو کې خپره شوې، چې بدبختانه له لومړۍ او دویمې څپې څخه زیاته خطرناکه او وژونکې ده. په دې څپه کي د هغو علایمو چې په لومړۍ او دویمه کې وو لکه: تبه، وچ ټوخی، ستړیا، لړزه، د بوی او ذایقې حس له لاسه ورکولو سربېره، ځینې نور اعراض مثلا د خولې او مریو زخم هم شامل دي.

د کرونا په نوې څپه کې د اکسېجن کمښت یوه لویه ستونزه ده، کرونا ناروغي د سږو د وظیفوي برخو د تخریبولو او د زیات التهاب یا پړسوب سبب کېږي، د کرونا ناروغ سږي د تنفس عملیه نشي ترسره کولی، چې په نتیجه کې د ناروغ د اکسېجن سویه په وینه کې کمه او ناروغ ته نفس تنګي پیداکیږي او که ناروغ ته پر وخت اکسیجن ور ونه رسیږي، له مړینې سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې زموږ بېوزله هېواد د اکسېجن کمښت له ستونزې سره مخامخ دی او اکثره ناروغان د اکسېجن د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مونږ په ځینو هغه عادي لارو بحث کوو، چې د بدن لپاره د اکسېجن اړتیا پرې کمولی شو:

1. د کرونا ناروغۍ پر مهال له هر ډول فزیکي فعالیت څخه ډده وکړئ، ځکه چې فزیکي فعالیت د اکسېجن لپاره زموږ اړتیا زیاتوي، نو که د ناروغ حالت زیات خراب وي د Complete Bed rest توصیه ورته کېږي، یعنې ناروغ باید مطلق استراحت وکړي، حتی د ادرار دفع کولو لپاه هم باید په بستر کې د امکاناتو برابرولو هڅه وشي.

2. تبه د اکسېجن د زیات مصرفېدو سبب ګرځي، نو د ناروغ تبه باید ژر تر ژره کنټرول شي، تر څو اکسېجن مو سپما کړی وي. د تبې کنټرول لپاره هر شپږ یا اووه ساعته وروسته ناروغ ته د درد ضد دوا(پارسټامول) ورکولو توصیه کېږي.

3. په بدن کې د مایعاتو له کمښت سره اکېسجن هم کمیږي، نو که ناروغ په داسې حالاتو کې هر یو ساعت وروسته تر یو لیټر پورې مایعات وڅښي بدن یې د اکسېجن له کمښت سره نه مخامخ کېږي.

4. په بدن کې د غذایي موادو کموالی، د زیات اکسېجن د مصرف کېدلو سبب ګرځي، نو ناروغ ته بېلابېلې مېوې، سبزۍ او نور غذایي مواد باید ورکړل شي، تر څو دفاعي سیستم یې قوي او په ورته وخت کې د اکسېجن د زیات مصرف مخه ونیول شي. هېره دې نه وي چې د کرونا ناروغانو لپاره له غذایي موادو څخه د پرهېز توصیه نه کیږي.

5. تشویش، وېره او د خوب کموالی د اکسېجن لپاره د بدن اړتیا زیاتوي،‎ نو د ناروغانو د روحي مورال لوړولو هڅه باید وشي، په پورته حالتونو کې د انسان بدن له عادي حالت څخه څو چنده زیات اکسېجن ته اړ وي.

6. له کرونا سره د مبارزې لپاره د مایعاتو زیات څښاک، روحيه لوړه ساتل، د ویرې نه درلودل، مطلق استراحت، ځانونه واکسین کول او په خدای تعالی باور بسنه کوي.

خدای مو له کرونا او بلې هرې بلا وساته.