د طالبانو د جګړو له امله سږ کال ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه شوي

د طالبانو د جګړو له امله سږ کال ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه شوي


  • 5 مياشتي دمخه (15/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 299

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیله تر اوسه پورې په بیلا بیلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۸ زره کورنۍ د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي. یاد وزارت یې لاملونه، کورنۍ جګړې، وچکالي او بې وزلي ښودلې ده.

په همدې حال کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ د تاوتریخوالي په زیاتېدو انديښنه ښودلې او ویلي دي، چې له امله یې نورۍ کورنۍ هم کډوالۍ ته مجبورې شوي دي.

یاد سازمان وايي پنځه میلونه کسان په هېواد کې بې کوره شوي او ۲،۵ میلیونه نور افغان کډوال په نړۍ کې ثبت شوي دي، چې ډېر بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.