دهیواد تیروتنه

دهیواد تیروتنه


  • 1 مياشت دمخه (15/06/2021)
  • سید پاچا ملکزوی
  • 273

                            یوه ورځ، هیواد او دهغه خور نجیبه دخپل بابا کورته چې ديوه لوی ځنګله خواکې وه ، لاړل هیواد خپله دښکارکولو لپاره جوړه کړي  لینده را واخیستله او ځنګله ته  دښکار کولو او دخپل وخت تیرولو په نیت روان شو، کله چې ځنګله ته ورسیده ، نو په ځنګله کې یې ډېره هڅه وکړه ترڅو یو څه ښکار کړي او له ځان سره یې کورته یوسې  ، خو په خپل هدف کې بریالي نه شو بیرته په مات زړه او مایوسۍ سره راستون شوه، چې دغرمې ډوډۍ وخورې ، دراستنیدو پر مهال یې دکور ترڅنګ  په یوې ښکلي او زړه راښکوونکې هوسۍ  باندې سترګې ولږیدي  چې دده بابا په ډېره مینه  هغه هوسۍ ساتلي وه ، هیواد هم دهوسۍ په لیدو سره  خپله هغه رنګین کمان ته ورته لیندۍ چې ديوې مستي پیغلي  داميل په څیر یې په غاړه کې اچولي وه ، راویستله اوهغه معصومه او دځان نه ناخبره  مسته او ښکلي هوسۍ یې پرې په نښه کړه ،  لیندۍ  نه پر وتلي غشي هوسۍ ولږیده ، چې دلږیدو سره هوسۍ پر ځمکه را پریوته  او لږ ځنډ وروسته مړه شوه ،  ددې حالت په لیدو سره  هیواد ټکان وخوړ او ډېر سخت خواشينی شوه ، په ترهیدلي حالت کې یې  مړه شوي  هوسۍ له هغه ځای نه را پورته کړه  او دځنګله يوې  کندي ته یې ګذار کړه ، ترڅو څوک یې ونه ویني   ، خو نجیبې  هغه دکور له کړکۍ ولید خو هغه يې هیڅ  پرځان پوي نه کړه او نه یې څه ورته وویل   په سبا ورځ    يې له غرمې وروسته  نجيبي ته نیا او مورجانې یې  وویل چې دکور په کارونو کې ورسره مرسته وکړي، نجیبي په ځواب کې ورته وويل مورجانې هیواد به درسره مرسته وکړي، زه لږ مصروفه یم  هېواد ځواب ورکړ، چې زه مې ملګرو سره دباندې ځم ،خو نجیبه هیواد ته ورنیږ دي  شوه اوپه غوږ کې وپسیدله هوسۍ دې په یاده؟ 

ددې خبرې په اوریدو سره هیواد یوه جټکه وخوړه  چې نجیبه له کومه وپوهیدله چې هوسۍ ما ووژله  يوڅه خفه هم شو خو دې خفګان کوم ګټه نه درلوده مجبور وه ترڅو د خپلي خور نجیبي خبره ومني  که نو بابا ته به یې دهوسۍ په اړه ووایي ، هیواد هم نور دڅه ویلو نه پرته دمور اونیا سره دکور په کارونو یې شروع وکړه ترڅو مرسته  ورسره وکړي ، همغه ورځ ناوخته يې بابا وویل  چې ټول اماده شي چې دشپې لخوا چکرته ځو  او یوڅه خواړه هم تیار کړي چې بیا پرې هلته میله وکړو  دهیواد نیا او مور وویل چې دخوړ په تیارولو کې نجیبې ته اړتیا ده چې ترڅو په کور کې پاتي شې او له موږ سره دخوړو په تیارولو کې مرسته وکړي  ، ددی خبرې په اوریدو سره نجیبه مسکۍ شوه او وي ویل ډېره ښه ده ، خو هیواد نه غواړي بابا سره لاړ شي نو هغه به درسره مرسته وکړي او هیواد ته بیا ورنیږدي شوه په غوږ کې ورته وویل ورور جانه هغه دبابا هوسۍ دې په یاد ده ؟   هیواد يو څه غمجن شو چې دا څه حال دی  په  دې سره نجیبه یې له بابا سره ښارته لاړه او هیواد په کور کې پاتي شوه ، چې له خپلي نیا او مورسره مرسته وکړي، دې حالت څو ورځو پوري دوام درلود او نجیبي به دهیواد نه دخپل ځان په ګټه استفاده کوله ، او دغه کارونو دهیواد صبر ،او حوصله پای ته ورسوله   بابا ته یې ورغي  او اعتراف یې په خپله ګنا وکړ  او بابا ته یې وویل باباجانه ستا هوسۍ ما په خپلو لاسو په لیندۍ  ووشتله اومړه مې کړه، ما نه غوښتل چې داسي وکړم خو بس وشو رانه زه سخت په خپله کړنه پښیمانه یم 

بابا یې چې داخبره له خپل لمسي هیوادنه واوریده، نو ډېر خوشاله شو او زیاتي خوشالي نه په کونډو شو او هیواد یې خپله غیږ کې کلک ونیوه ، اورته یې وویل زما ژونده ، زما زړګیه  زه په کړکۍ  کې ولاړ وم چې تا هوسۍ په لیندۍ باندې دغشي ښکار کړه  او دې وشتله   اوما تاته ځکه څه نه ویلي چې ته په خپله  کړي ګنا کله عتراف کوي او ماته څارلي  چې نجیبه  به ترڅو له تا څخه ګټه پورته کوي  اوته به ترکوم دهغي دلاس اله  یې او  کله به ځان له دغه  غذاب نه خلاصوي  او راځي به ریښتیا به راته وایي،چې هغه ورځ نن  راورسیده  او خپله ګنا دې ومنله  خپل ځان دې  دوجدان او نجیبي له عذاب نه خلاص کړو ، نن دې زه هم بښم  له دي وجي چې زه له تاسره  ډېره زیاته مینه لرم او ډېر راته ګران یې  او زما دبښني اصلي لامل دادي چې تا راته ریښتیا وویلي نو په هم دي خاطر مې ته وبښلي ګرانه لمسيه  خو دا په یاد ولره چې په راتلوونکې کې به کوم تیروتنه نه کوي  او بیا هم انسان نیمګړي دی که چیري درنه کوم تیروتنه وشوه ، نو همغه وخت په خپله تیروتنه اعتراف وکړه  ترڅو د وجدان له عذاب څخه دې ځان ژوغورلي اوسي  آونه به  څوک ستا له تیروتني نه ستا په وړاندي ګټه  وانه خیستي شي   

 

پای                                          

دنصیحت په توګه

تل خپلي تیروتني ومنئ ، دابه ستاسې له زړه  دګنا دروند پیټي له مینځه یوسي او ستاسي وجدان او ضمیر به ورسره ارمه او له عذاب به خلاص شي  او هیڅوک به ستاسي له پټو تیروتنو څخه ستاسي په وړاندي ستاسو دکمزوري په توګه  استفاده ونشئ کړای  ، خپلي تیروتني او خطاوي  ومنئ  ، پرې بښنه وغواړي او په ډېر عاجزي او احترام سره دبښني په لټه کې شي چې ترڅو دمقابل لوري دترحم وړ وګرځي او په مهرباني سره  مو وبښي  یا بښنه درته وکړي