دښوونيزوكړنلاروپخوانۍ او،اوسنۍ كارونه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس خوستى
  • 1088

ښوونيزې كړنلارې چې مخكې يې دبېلګويادونه وشوه كومه نوي زېږنده (ايجاد) ندى ،داله پخواڅخه پړاوپه پړاودتجربوله مخې جوړې شوې او ترننه پورې رارسيدلي دي ،خودوخت په تېريدوپكې يوڅه بدلونونه راغلي،ترټولوستراواغېزمن بدلون يې دادى چې اوسمهال دښوونې روزنې منځټكى (مركز) زده كوونكى دى خوپخوابه ښوونكي دمنځټكي په توګه كاركاوۀ ،نولدې امله زده كوونكيوته دومره وخت نه وركول كېدۀ چې پرلوست باندې عملي كاروكړي،بس ښوونكي به لوست وېيلو،خبرې به يې كولې اولكچربه يې وركاوۀ اوزده كوونكي به دكتونكواو وريدونكوپه توګه ورته ناست و،ياني مالومات به په نېغ ډول دښوونكي لخواوركول كېدل ،زده كوونكيوپكې بې له ليدواو اوريدوبل رول نه درلود، خواوس دښوونې لوړه سلنه دزده كوونكيو لخواپرمخ بېول كيږي ،ښوونكى يوازې دلارښودپه ډول په ټولګي كې ولاړوي ، پدې ډول زده كوونكي په كارلويږي ،خوځښت پيداكوي،په ځان ويسااو زړوركيږي ،لوست په عملي ډول زده كوي ، مغزوته يې زرلاره پيداكوي، دستونزوپه پيداكولو زر بريالي كيږي اوزريې پوښتنه كولئ شي ،هڅول كيږي اوله لوست سره يې مينه زياتيږي ،پدې ډول ښوونكى اوزده كوونكي زرخپلې موخې ته رسيږي .خولدې برعكس په پخوانۍ ښوونيزه كړنلاره كې به ټولې ښوونيزې كړنې دښوونكي لخواترسره كېدې ، لدې امله به زده كوونكي فعال نه ؤاولوست به په اسانه زده كوونكيوته نه ليږدول كېدۀ .په زړه كړنلاره كې زده كوونكي ستومانه كيږي ،دخوب وړي غوندې يې نيم فكرلوست ته اونيم بل چېرې وي،زده كړه ميخانيكي وي ،له زده كوونكيوسره پوښتنې ناحله پاتې كيږي او يوازينى كاريې غوږنيول ،ليكدړې ياكتاب ته كتل وي نورهېڅ عملي كارنشي كولى ،ځكه! په پخواني ميتودكې به ښوونكيو دكتاب له مخې درس وايۀ ،اوزده كوونكي به غوږوو،كله به چې ښوونكي لوست ووايۀ نوله هغې وروسته به يوزده كوونكي په لوړغږ تكراراوۀ ،پدې ډول به دښوونې لارې چارې ترسره كېدلې همدارازپه زاړۀ ميتودكې،دلوست لپاره ځانګړى ښوونيزپلان ؤ،زده كوونكي له نوي لوست سره دتېرې ورځې لوست په اړېكونه پوهول كېدل ،نوى لوست په نااشناډول داسې پيلېدۀ چې زده كوونكي پكې ګنګس پاتې كېدل ،لوست په برخونه پكې وېشل كېدۀ،ښوونكي به خپل لوست پرمخ ووړ، دزده كوونكيوزده كړې ته به يې پام نه ؤاودعملي كارپرځاى خبرې اولكچر ډېرپكې وو، چې دايوستړيه وونكى كاردى اوزده كوونكيو ته پكې دعملي كاروخت نه پيداكيږي .خونوي ښوونيزه كړنلاره لدې امله چې ښوونيزپلان پكې يوازينى شرط دى ښوونكى اړباسي چې پورتنۍ ټولې اړتياوې په پام كې ونيسي ،نوى لوست له تېرلوست سره په تړاؤ كې پيل كړي،دلوست به منځ كې موخې ته درسيدوارزونه وكړي ،لوست په برخو ووېشي، اونوى لوست په داسې ډول پيل كړي چې لومړى دجوړوشويو ښوونيزو برخوپه اړه له زده كوونكيوڅخه اسانې پوښتنې پيل كړي اوپه حل كې يې ورسره مرسته وكړي ،تروړبريده دچاپېريال له توكيوڅخه ګټه واخلي ،چارتونه،كارتونه اونور وكاروي ،په همدې ډول داسې مخكې ځي چې هم دزده كوونكيوپام لوست ته واړوي اوهم ستړيا حس نكړي ،لوست چې دپوښتنوكولواودهغې حلولوپه شكل سرته ورسوي بيايې راغونډوي اولنډيزيې دوړو،وړوبرخوله مخې دسوال اوځواب په ډول وړاندې كوي ،دلوست دمنځپانګې غټ ټكي بياهم ښوونكي زده كوونكيوته ښايي اودښوونيزپلان له مخې ښوونكى كوښښ كوي چې دلوست پايله هم روښانه كړي ،بيا د پوښتنو كولوله مخې دلوست ارزيابي كوي ترڅوله سويې سره سم دزده كوونكيوزده كړې وتولي ،ورپسې دتېرې ورځې كورنى كارګوري اوله نن لوست سره په تړاؤنوى كورنۍ كارزده كوونكيوته سپاري ،په وروستۍ برخه كې دستړيالرې كولوپه موخه ګټوره لنډه غوندې په زړه پورې كيسه ياټوكه كوي اوپدې ډول دلوست د ښوونې له بهير څخه وځي .ښوونيزپلان Teaching Plan په ټوليزډول پلان په لغت كې تدبيراوسنجش ته وايي اوپه اصطلاح كې هغې ذهني نقشې اوتګلارې ته ويل كيږي چې ديوۀ كارترسره كولولپاره كارول كيږي،خوموږدلته په ځانګړي ډول دښوونيزپلان په اړه ګړيږو،چې ښوونيزپلان څه شى دى ، دڅه شي په اړه اوڅنګه جوړيږي .ښوونيزپلان يوه منظمه تګلاره ده چې په يوۀ ياډېرولوستونوكې دښوونكي اوزده كوونكيو دټولو كړنو ترسره كولوپه موخه دښوونكي لخواجوړيږي ،اودښوونيزوكړنوټول اړخونه پكې له هراړخيز فكراو سنجش وروسته اچول كيږي .لكه څرنګه چې پلان ديوكاردښه ترسره كولولپاره لومړنى اړين ګام دى،نوانسان په ژوندكې هېڅ يواړين كاربې له پلان څخه په برياليتوب سره ترسره كولى نشي ،لدې امله لازمه ده چې ديوكاردښه ترسره كولوپه موخه پلان ولرواودهغې له مخې خپل كاربشپړكړو.ددې لپاره چې ښوونيزپلان سم،منطقي اوبشپړوي ډېرپه غوربايد جوړشي اوهغه څه يې په چوكاټ كې واچول شي چې ورته اړتياده .ښوونيزپلان په ټوليزډول په درې ډوله ښودل شوى چې كلنى ، موضوعي اودښوونيزساعت پلان دى .كلنى ښوونيزپلان ،دښوونيزكال په پيل كې دښوونكي لخواپداسې ډول جوړيږي چې ښوونيزتوكي،له ښوونيزمهالوېش سره سم دټول كتاب دمتن څرنګوالى اوڅومره والى ،دكاليزله مخې رخصتۍ، ازموينه ، دټولګي دننه،بهر او وړاند ليدلي (پيش بيني ) شوي ښوونيزې كړنې ټولې پكې شاملې وي .موږبه دلته په لنډډول روښانه كړوچې څنګه يوكلنى ښوونيز پلان جوړيږي .ترټولواړين ټكي چې په يوۀ كلني ښوونيزپلان كې بايدپه نظركې ونيول شي ، لومړى دلوستونوپيل دى چې په سړوسيموكې دكب مياشتې په پنځلسمه نېټه پېليږي اودلوستونوپاى چې په سړو سيمو كې دليندۍ مياشتې ترپنځلسمې نېټې پورې رسيږي او ټولې نهه مياشتې كيږي ،دويم دڅلورنيم مياشتينۍ اوكالنۍ ازموينو وخت دى چې نېږدې يوه مياشت نيسي، پدې برسېره دګرمۍ ،اخترونواونورې اټكلي رخصتۍدي اوهمداراز په اونۍ كې دمضمون دښوونيزو ساعتونو شمېر،دکتاب مخونه اودهغه وخت دى چې بايد په پام كې ونيول شي .كله چې يادشوي اړين ټكي ټول ديادښت په څيروليكل شي،بيادې دلوستونوله ډكوساعتونو، ورځو او مياشتوڅخه درخصتۍ وختونه منفي كړاى شي،ترڅوچڼ ښوونيزمهال ترلاسه شي اوښوونكي ته مالومه شي چې پدې وخت كې په څه ډول دلوست په ښوونه بريالى كېدى شي اوددغۀ په لاس كې شتۀ وخت له مخې څه ډول موضوعي او د ښوونيز ساعت لپاره پلان جوړولى اوكارولى شي .كله چې كلنى پلان جوړشي نوښوونكي ته دكتاب دمخونوشمېر، د كتاب دموضوعاتوڅرنګوالى ( مشكل اواسان ) دټول كتاب وېيلو لپاره دساعتونوشمېراونورمالوميږي اوهغه له ځانه سره په يوجدول كې ليكي ترڅوله مخې يې موضوعي اوديوښوونيزساعت لپاره په اسانه وكولئ شي پلان جوړكړي اوخپله ښوونه په برياليتوب سره ترسره كړي . موضوعي پلانداپلان هم پخپل وارسره دښوونكي اوزده كوونكيوموخې ته د رسيدولپاره اړين دى اوبايد يوښوونكى يې دكالني پلان له جوړولو وروسته دځان لپاره جوړكړي .ددې پلان جوړولولپاره لومړى دكتاب ټولې موضوع ګانې او منځپانګه كتل كيږي ،اودهغه منطقي پرلپسې والي ته پاملرنه كيږ ي، بيادكتاب منځپانګه كتل كيږي ترڅوښوونكي ته مالومه شي چې د كتاب كومه موضوع په پرتليزډول ګرانه اوكومه اسانه ده ،كله چې موضوع ګانې وكتل شي دهغه څرنګوالى دې ارزيابي شي ،لدې وروسته دې ښوونكى مشكل او اسان موضوعات يادښت كړي اودهغې لپاره دې وخت وټاكي ،ياني ښايي ديومشكل لوست ښوونه څوورځې ونيسي ،سره لدې چې دغه لوست به دكتاب په كموپاڼو يا مخونوكې راغلى وي خوزده كوونكيوته به يې زده كړ ه په پرتليزډول ګرانه وي ،اويوبل لوست به وي چې په پرتليزډول به دكتاب په زياتو پاڼو يا مخونوكې راغلى وي خوزده كړه به يې اسانه وي ،نوښوونكي ته به دامالومه وي چې ديولوست ښوونې ته پخپل مهالوېش كې څوورځې وركړي ترڅوله كالني پلان سره سم يې هم لوست ترخپل بريدپورې رسولى وي اوهم يې زده كوونكي پوهـ كړي وي .دښوونيزپلان په نشتوالي كې ډېركله داسې كيږي چې ځيني ښوونكي دكال ترپاىه پورې اړوندكتاب ترخپله بريده نه وي رسولى اوكله داسې هم كيږي چې ښوونكي دكال ترپاىه پورې كتاب درې ځله هم بشپړ لوستى وي اوبيايې له سره پيل كړى وي .په يادوشويودواړوحالتونوكې دپېټي وزن دزده كوونكيوپه اوږو پرېوځي .كه كتاب پاى ته ونه رسيږي (بې لدې چې موږپرې وګړيږو)ښوونكي پخپله پوهيږي چې زده كوونكي ته څومره تاوان رسوي اودكتاب وروستي لوستونه چې نالوستلي پاتې شي په راتلونكي ټولګي كې زده كوونكي له هغوموضوعاتوسره نااشناوي چې بايدپه اړه يې دتېركال په لوستونوكې څه ويلي واى .كه كتاب څوځلې ترپايه ولوستل شي پدې حالت كې بياهم زده كوونكيوته باردرنديږي ،ځكه ! كه كتاب دښوونكي په نظرډېراسان هم وي بياهم هغومره اسان ندى چې دى يې په اړه فكركوي ،اوكه هرڅومره اسان هم شي، دډېرلوست ښوونه دنوروكتابونوپه زده كړه هم منفي اغېزلري،ياني كه په پرتليزډول اسان كتاب دومره ډېروويل شي چې په كال كې څوځله پاى ته ورسيږي اوبياله سره پيل شي نوپه هرځل له سره پيلېدوكې ښوونكى پكې يوڅه زياتونې كوي اوزده كوونكي اړدي چې زده يې كړي ،خوكه دښوونكي په نظردغه (اسان) كتاب له ښوونيزپلان سره سم وويل شي اوپه كال كې يوځل ختم شي نوڅرګنده ده چې پرزده كوونكيودپيټي وزن كميږي ،لدې امله داسان كتاب كم لوستل شوى لوست زر زده كوي اودنورو پرتليزوګرانوكتابونو مطالعې اوزده كړې ته اوزګاريږي . يوساعته ښوونيزپلان دغه پلان په پرتليزډول يوڅه مشكل دى چې دښوونكي لخواجوړيږي ،داځكه چې پدې پلان كې ښوونكى ديولارښودپه توګه كاركوي اودكړنومنځټكى يې زده كوونكي دي .پدې پلان كې ديوښوونيزساعت ټولې هغه كړنې شاملې دي چې دښوونكي لخوايې وړاندليدنه كيږي اوبيايې دښو ترسره كولوپه موخه له بشپړ فكر وروسته پلان جوړوي