اسلام اباد په لسو ویکټو او ۶۰ توپونو کویټې ته ماتې ورکړه

اسلام اباد په لسو ویکټو او ۶۰ توپونو کویټې ته ماتې ورکړه


  • 1 مياشت دمخه (12/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 128

د پاکستان سوپر لیګ په ۱۸ مه لوبه کې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله له کویټه ګلاډیټرز لوبډلې سره مخامخ وه. په دغې لوبه کې پچه د اسلام اباد لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. کویټې لوبډلې په ۱۳۳ منډو خپله ټوله لوبډله د لاسه ورکړه او د ۱۳۴ منډو هدف یې اسلام اباد لوبډلې ته کېښود. د کویټې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې جیک ویدرالډ جوړې کړې. د اسلام اباد لپاره بیا حسن علي دري لوبغاړي  وسوځول. اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په لسو اورونو کې پوره او په لسو ویکټو او ۶۰ توپونو یې کویټې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د اسلام اباد لپاره  عثمان خواجه ۴۰ او کولین منرو ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کولین منرو ته ورکول شوه، چې په ۳۶ توپونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې وې.