په اسیا کې ویرات کوهلي له هر لوبغاړي زیات فالوورز لري

په اسیا کې ویرات کوهلي له هر لوبغاړي زیات فالوورز لري


  • 1 اونۍ دمخه (10/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 37

ویرات کوهلي چې د هند لوبډلې لوبډلمشر دی لومړنی اسیايي لوبغاړی شو، چې په انسټراګرام کې یې فالوورز له ۱۲۵ میلونو اوړي.

کوهلي تر اوسه په ټیسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې، پنځوس اوریزو لوبو کې ۴۳ سلیزې او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې تر اوسه سلیزه نه ده وهلې؛ خو د ای پي ایل په تجارتي لوبو کې یې بیا ۵ سلیزې وهلي دي.

دی اوس هم د هند لوبډلې لپاره کرکټ ترسره کوي او لا لاسته راوړنو تمه ترې کېدلی شي.