حیات الله حیات؛ ارزګان ته د امنیتي وضیعت ارزونې په موخه سفر کړی

حیات الله حیات؛ ارزګان ته د امنیتي وضیعت ارزونې په موخه سفر کړی


  • 1 اونۍ دمخه (10/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 128

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات اروزګان ولایت ته تللی او هلته یې د اروزګان د نظامي او ملکي مشرتابه سره یو ځای د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار غونډه ترسره کړه.

د کورنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دیاد وزارت سرپرست په اروزګان ولایت کې شته امنیتي ستونزې او ننګونې له نږدې وڅارلې او مسوولینو ته یې د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

همداراز ښاغلي حیات د ارزوګان د عامه امن او نظم پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پولیسو چارې باید د خلکو له غوښتنو سره سمې تنظیمې شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په پوره قوت دوام ورکړل شي.