د انګلستان لپاره چا ډېرې ټیسټ لوبې کړي؟ په اړه یې معلومات ولولئ

د انګلستان لپاره چا ډېرې ټیسټ لوبې کړي؟ په اړه یې معلومات ولولئ


  • 1 مياشت دمخه (08/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 192

انګلستان چې د کرکټ په برخه کې یوه پیاوړې لوبډله او پیاوړي لوبغاړي لري؛ نو ټیسټ کرکټ یې هم ډېر پیاوړی دی. د یاد هېواد لپاره تر ټولو زیاتې ټیسټ لوبې جیمس انډرسن کړې او اوس مهال هم د انګلیڼډ لپاره لوبیږي. جیمس تر اوسه ۱۶۱ ټیسټ لوبې کړي او لا هم په دغو لوبو بوخت دی. ورپسې د انګلینډ تقاعد شوی لوبغاړی او د انګلستان پخوانی لوبډلمشر الیسټر کوک دی، ده هم ۱۶۱ لوبې کړي دي، خو اوس په نړیوال کرکټ کې نه لوبیږي. دریم لوبغاړی، چې د انګلستان لپاره یې زیاتې لوبې کړي سټروټ براډ دی، براډ تر اوسه ۱۴۷ نړیوالې ټیسټ لوبې ترسره کړي دي او لا هم په لوبو بوخت دی. څلورم لوبغاړی چې زیاتې ټیسټ لوبې یې د انګلستان لپاره ترسره کړي الیک سټیوارټ دی، ده ۱۳۳ لوبې ترسره کړي دي. ورپسې (بیل) هم د انګلستان لپاره ۱۱۸ لوبې ترسره کړي او شپږم لوبغاړی ګراهم ګوچ دی چې ۱۱۸ لوبې یې ترسره کړي دي. دا هغه لوبغاړي ول چې د انګلینډ لپاره یې زیاتې ټیسټ لوبې ترسره کړي دي.