په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۶ کسان مړه شوي دي

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۶ کسان مړه شوي دي


  • 5 مياشتي دمخه (07/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 260

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ کسان مړي شوي او ۱۵۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، چې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۲ زره او ۳۲۶ تنو ته او د مړه شویو شمېر هغه بیا ۳ زره او ۲۵۱ کسانو ته رسیدلی دی.

روغتیا وزارت په هېوادوالو غږ کړی، چې ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له یاد ویروس څخه په امان کې پاتې شي.