لغمان کې د څه باندې ۴۵ميليونه افغانيو په ارزښت لس کانالونه جوړېږي

لغمان کې د څه باندې ۴۵ميليونه افغانيو په ارزښت لس کانالونه جوړېږي


  • 5 مياشتي دمخه (06/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 256

دلغمان ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس محمد جميل خوشحال وایي، لس کانالونه دڅه باندې ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ کې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې يادې پروژې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خونديتوب بېړنۍ(EATS) پروژې تر نظارت لاندې د نړیوال بانک په مالي لګښت جوړېږي، چې خلکو ته د کاري زمينې ترڅنګ سلګونه هکتاره ځمکه خړوبوي.

په ورته وخت کې دیاد ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ ویلي، دا د ټولو ګډ مسووليت دی، چې د وطن د آبادۍ لپاره په اخلاص کار وکړو ترڅو د ولسونو ستونزې راکمې شي.

نوموړې همداراز د قرارداد کوونکو شورا ګانو له مسوولينو څخه غوښتي، چې د پروژو کيفيت او کميت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

باید یاده شي، چې دیاد ولایت درسنیو دفتر ویلي، چې لغمان کې د انکشاف او بيا رغونې کارونه په چټکۍ پرمخ روان دي، چې په بشپړېدو سره به یې دکرنې او ځینو نورو برخو کې دیاد ولایت د اوسېدونکو ستونزې راکمې شي.