لوګر کې پر طالبانو برید؛ افغان ځواکونو شپږ طالبان ووژل.

لوګر کې پر طالبانو برید؛ افغان ځواکونو شپږ طالبان ووژل.


  • 1 مياشت دمخه (06/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 143

د ملي دفاع وزارت وایي، تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کابل ـ لوګر په لویه لاره محمد اغې ولسوالۍ پورک اړوند کې طالبان په نښه کړل، چې په پایله ۶ تنه طالبان ووژل شول او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

همداراز یاد وزارت زیاتوي، د طالبانو ۲ موټرسایکلونه، ۱ میل راکټ یوه اندازه وسلې او مهمات دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی، چې ورسره جوخت د ملي دفاع وزارت هم خپل هوایي بریدونه او عملیات زیات کړي.