لغمان کې پنځه تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

لغمان کې پنځه تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.


  • 1 مياشت دمخه (05/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 193

د لغمان ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې پنځه تنه وسله‌والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي. 

د لغمان امنیه قومنداني په یوه خبر پاڼه کې وایي، تېره شپه ناوخته مهال د لغمان مرکز اړوند الیشنګ سیمه کې د امنيتي ځواکونو د مخامخ نښتې پر مهال دوه تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې مرګونې ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

سرچینه کې همداراز راغلي، «ترهګرو لغمان کې په دې وروستيو کې کلکه ماتې خوړلې او درانه تلپات يې ليدلي او له افغان سرتېرو سره يې د مخامخ جګړې توان بايللی.» 

بل لورته وسله‌والو طالبان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.