کرونا ویروس ۳۴ مړه کړي او ۱۵۰۹ تنه پرې اخته شوي

کرونا ویروس ۳۴ مړه کړي او ۱۵۰۹ تنه پرې اخته شوي


  • 3 مياشتي دمخه (03/06/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 276

 

هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي او یو زرو ۵۰۹ نور پرې اخته شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي، یو زرو ۵۰۹ نور پرې اخته شوي او ۱۰۷ نور بیرته رغیدلي دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو پیښو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۶ زره او ۶۵۳ تنو ته ورسید چې له دې ډلې ۳ زره او ۶۸ تنه ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت له هیوادولو غوښتي چې د یاد وزارت روغتیايي لارښونې په پام کې ونیسي او له کور بهر له ماسک څخه ګټه پورته کړي.