افغان هوایي ځواک لغمان کې پر طالبانو برید کړی

افغان هوایي ځواک لغمان کې پر طالبانو برید کړی


  • 2 کاله دمخه (31/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1310

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره ورځ وسله‌والو طالبانو غوښتل، د لغمان ولایت اليشنګ ولسوالۍ د تور غره په لمن او د ډيوه کلي څخه د ملکي خلکو او امنيتي پوستو باندې د مزايل ړندې مرمۍ و توغوي، چې د افغان هوایي ځواکونو له لوري په نښه کړای شوي. یادې قول اردو زیاته کړې، چې د دغو بریدو په ترڅ کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي او بل تن یې ټپي دی.

سرچینه کې وړاندې راغلي، په عین حال کې د یادې ډلې یو اندازه وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي. بل خوا وسله‌والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي. 

د یادو وسله‌والو د وژلو خبر داسې مهال دی، چې تېره ورځ هم د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ اړونده سيمو کې د هوایي برید پر مهال څلور تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.