د مېرمن كلتوري بهير درنو خويندواو د (رڼا) كالنۍ مشاعرې درنو ګډونوالو


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • غونچه پښتنه
  • 262

زما له لوري سلامونه او لورېينې ومنئ
ډېره خوشاله يم چې زما په پلارني هېواد افغانستان كې ښځمنو ته خداىج دومره توان ور په برخه كړ چې سره را ټولېږي او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د خپلې ژبې، كلتور او ادب لپاره خدمت كوي او د حساسو او مسوولو كسانو غوندې د خپلې وروسته پاته او ځپلې ټولنې خلكو ته د چوپړ وړ كېږي.
د (رڼا) په نامه د دې كالنۍ مشاعرې ترتيبوونكيو خويندو ته مباركي وركوم او له لويه خدايه ورته تل دومره توان غواړم چي د علم او ادب د روڼا په خپرولو سره زموږ د خلكو ذهنونه لا روښانه كړاى سي. د دې مشاعرې ټولو برخوالو ته د دوى د يوې پښتنې خور په صفت وړانديز او سپارښتنه كوم چې د خپل جنګ ځپلي او له پرمختللې نړۍ پاته هېواد لپاره دي له يوې نه يوې لارې خدمت وكړي چې نور زموږ ګران هېواد د بې علمۍ او جهل په تيارو كې د جګړو، كركو او بدبينيو شومه نه شي.
كه څه هم ستاسې غوندې د (رڼا) په كالنۍ مشاعره كې جسماً برخه نه لرم، خو روحاً ځان له تاسې سره يو ځاى احساسوم او داسې ګڼم لكه زما په وړاندې چې د خپل څلوركونجه بند كور دېوالونه نړېدلي وي او زه د يوې ماشومې غوندې بې پروا د پسرلي په ګلونو كې منډې وهم، زما د ژوند پسرلي له تېرو درېوو كلونو راهيسې د خوښۍ له ګلونو او خوشبويۍ بې برخې سوي دي خو د مېرمن بهير له خونيدو سره له څو مياشتنيو اړيكو را وروسته مي زړه يو څه له غمونو او كړاوونو سپك سوى دى، خداىج دي وكړي چي زموږ په هېواد كې د علم روڼا خپره سي او زموږ د ټولنې بېځايه او ناوړه دودونه له منځه ولاړ سي چې زموږ هره خور د خپل ژوند له ټولو حقونو برخمنه سي.
ما هڅه وكړه چې مشاعرې ته خپل نوى شعر در واستوم او كومه خور يې درته ولولي خو د كورنيو سرخوږيو او كړاوونو له امله مي نوى شعر ونه سواى ليكلاى، كه امكان وو د بهير كومه خوركۍ به زما يو شعر- چي د بهير پر انټرنيټ پاڼه خپور سوى- درته ولولي.
نور مو زړه نه خورم او نه مو د مشاعرې د اورېدو په منځ كې خنډ جوړېږم، تاسې ته په مشاعرې كې د ټولو خونيدو د شعرونو په لوى زړه د اورېدو زغم او حوصله غواړم.
په مينه او درناوي
ستاسې پښتنه خور
غونچه پښتنه