طالبان: د استانبول غونډه کې ګډون‌کوو؛ خو نوي شرطونه هم‌لرو.

طالبان: د استانبول غونډه کې ګډون‌کوو؛ خو نوي شرطونه هم‌لرو.


  • 3 مياشتي دمخه (26/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 278

طالبانو ویلي، دوی د دې پلوي دي، چې د ترکیې پلازمېنه استانبول کې د افغان سولې په تړاو جوړېدوونکې غونډه کې ګډون وکړي، خو خپل نوي شرایط یې هم وړاندې کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، طالبان غواړي، د استانبول غونډه د نورو نړیوالو غونډو په څېر کمه موده وي او پر هغه څه دې په‌کې پرېکړه نه کېږي، چې اړین او موضوعات یې کړکېچن وي.

طالبانو همدې مسئلې ته په اشارې ویلي، غونډه دې تر درېیو ورځو نه اوږدېږي او د طالبانو لوړپوړي کسان به په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي او یاده غونډه دې همداراز په لویه کچه هم نه‌وي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر د استانبول غونډې ته هیله مندي ښودلې وه او ویلي یې وو، چې دا غونډه به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکې وي او د دواړو لوریو لوړپوړي مشران به د مذاکراتو له لارې یو توافق ته ورسېږي.

باید وویل شي، په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو دغه جوړېدوونکې غونډه چې ټاکل شوې وه، د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه ترسره شي، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه کنفرانس تر کوچني اختر وروسته نامعلومې نېټې پورې وځنډول شو.

د ترکیې غونډه کې داسې مهال طالبان د ګډون او نویو شرایطو خبره کوي، چې د ملي روغې جوړې عالي هم ویلي، دې غونډې ته یې خپل نوملړ وروستی کړی او په وینا یې یادې ناستې ته بشپړ چمتووالی لري.