بدخشان؛ سرچینې: لس طالبان او څلور پاڅون کوونکي ووژل شول.

بدخشان؛ سرچینې: لس طالبان او څلور پاڅون کوونکي ووژل شول.


  • 3 مياشتي دمخه (23/05/2021)
  • خالد سهار
  • 205

د بدخشان چارواکي، د دې ولایت په درایم او وردوج ولسوالیو کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د بدخشان د والي ویاند، نېک محمد نظري رسنیو ته وویل، چې په دې ولسوالیو کې د طالبانو د تېرې شپې بریدونه د ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخامخ شول. 

د هغه په وینا د دغو بریدونو او نښتو په پایله کې لس طالبان او د ولسي پاڅون کوونکو څلور غړي وژل شوي دي.

خو بل لورته بیا د بدخشان اوسیدونکي په درایم ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د ۶ او په وردووج کې د ۳ غړیو د وژلو خبرداری ورکوي. 

د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېل لوري تل یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې کوي چې په خپلواکه توګه یې تائید ګران کار دی.