ناټو: افغان ځواکونو ته د زدکړې زمینه برابروو

ناټو: افغان ځواکونو ته د زدکړې زمینه برابروو


  • 5 مياشتي دمخه (22/05/2021)
  • کامران احمدزی
  • 213

 

ناټو.وایي، چې د افغان ځواکونو د ذوزنې په موخه به دوی ته په بهرنیو هېوادونو کې د زدکړې زمینه برابره کړو.

 

د یاد سازمان سرمنشي، ینس سټولټنبرګ نن په فرانسه کې د یاد هېواد له ولسمشر امانویل ماکرون سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو  وروسته به له افغانستان سره په دریو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی به افغان ځواکونو سره د ملتیا او سلامشوره ورکولو، د افغان ځواکونو د لا بهتر روزلو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابرولو او د کابل هوایي ډګړ د خدمتونو لپاره د بودیجې برابرولو برخه کې همکاري وکړي.

ینس ویلي، چې دوی به په پوره ډول د ترهګري پر وړانډې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي؛ تر څو افغانستان کې شته ترهګرې ډلې له منځه یوسي.