افغان حکومت جنګي جنایتونه نشي څېړلی

افغان حکومت جنګي جنایتونه نشي څېړلی


  • 7 مياشتي دمخه (19/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 277

د بشر حقونو کمېسون د څار نړیوال سازمان وایي، چې افغان حکومت د جنګي مجرمینو په محاکمه کولو کې پاتې راغلی.

د یاد کمېسون د اسیایي برخې مسؤلې پاتریشا ګاسمن ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو نیولې تر طالبانو او افغان پوځ پورې ټولو په تېرو شلو کلونو کې درانه جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او باید پلټنه یې وشي. 

د نوموړې په وینا د جنګي جرمونو محکمه په دې برخه کې د افغان حکومت کارونه پڅ بولي.

ګاسمن همداشان طالبانو ته په اشارې ویلي، چې د جګړې په ډګر کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او ستر جنایتونه یې کړي دي.