ژېرار کلن Gérard Klein

ژېرار کلن Gérard Klein


  • 4 مياشتي دمخه (18/05/2021)
  • نجيب منلی
  • 451

ژېرار کلن فرانسوی ليکوال پر ۱۹۳۷ کال زېږېدلی، اقتصاد يې لوستی او په دې ډګر کې يې ګڼې تخصصي ليکنې هم کړې دي.

د ساينس فېکشن لومړۍ لنډه کيسه يې پر ۱۹۵۵ کال چاپ شوې ده. ګڼ شمېر کيسې او ناولونه يې ليکلي دي. د پاريس د يوې سترې خپرندويې ټولنې د ساينس فېکشن د څانګې د مشر په صفت يې د ساينس فېکشن ډېر ليکوالان فرانسوي لوستونکو ته ورپېژندلي.

ښارونه

ماشين ګرځېده، ستړيا يې نه وه. باد انتنونه کږول، لمر د ونو پاڼې ژېړولې او د کړکيو د لرګينو پردو رنګونه يې خوړل، وخت انسانان را غونجول او ښار يې ويده کاوه، خو ماشين همداسې د تل لپاره ګرځېده. په ورځو ورخو او شپو شپو يې د ښار په ارتو، وچو واټونو کې چکرې وهلې او له لارويو يې پوښتنې کولې: ” تاسې څوک ياست؟ نوم مو څه دی؟ پته مو کومه ده؟ دلته په دې وخت څه کوئ؟“ پر ښاريانو به يې سلام اچاوه. کورونو ته به داسې خپ و چوپ ننواته چې څوک به پرې نه پوهېده او پلټنې يې کولې. هر څه چې ښار ته له بل ځايه راتلل هغه به يې په پوره دقت داسې له منځه وړل، ته به وايې چې همدا يې په نصيب کې ليکل شوي وو. ګرځېده او د وښو په اډيو کې، د پاړبنج د ارامو ونو لاندې، په سړو انګړونو او په تړمو، بندو کلاګانو کې يې له نورو ښارونو څخه راغلي جاسوسان يانې بهرنيان لټول.

ښاغلی فېريې په خپلو کبلو کې ناست و، نه يې څه فکر کاوه او نه يې څه شی کاته. د هغه له کوره، له ټولو کورونو عجيبه شان غږونه راوتل. يو ډول ارام، ورو، اوږد، بې خونده ساز و. له غرمې وروسته به ښاغلی فېريې له خپل کارځای او د تلويزيوني سکرينونو څخه تښتېده. دغه ځای ته چې غږ راته نو پېړو دېوالونو به لږ ټپ کړی و خو بيا هم اورېدل کېده او په هوا کې داسې لګېده لکه يو بوګنوونکی بوی. 

ښاغلې فيريې ليدل چې داسې يو څوک دده پر لور روان و، چې ده نه پېژانده. داسې پېښې ډېرې نادرې وې.

نا اشنا سړي وويل:

- ښه ماښام!

ښاغلي فېريې په مات اواز ځواب ورکړ:

- سلام!

ډېره موده کېده، چې داسې خبره يې له خولې نه وه وتلې. نا اشنا سړي ته يې ګوته ونيوله.

- تاسې د دې کلي نه ياست؟ زه مو نه پېژنم.

- زه بيخي د دې ښار نه يم.

يو ه شېبه چوپتيا.

- ښه نو تاسې بهرنی ياست؟

- جندان هم نه، زما ښار له دې ځايه دومره لرې نه دی، زه له تاسې سره په يوه ژبه خبرې کوم، موږ سره په يوه هېواد کې اوسېږو.

ښاغلي فېريې د هوښيارانو په دود ورته وويل:

- هېواد نو څه شی دی، هسې زړې کيسې دي، پخوا هېوادونه او امپراتوری وې خو اوس موږ د ښارونو په زمانه کې اوسېږو. له هر څه بايد ځان و ساتو، خصوصاً له نورو ښارونو، شکر دی موږ په خپله پر ځان بسيا يو. چېرته جاسوسي خو به نه کوئ؟

- ګومان نه کوم. زه تش پر واټونو ګرځم. تاسې خبر ياست چې د ښارونو ترمنځ واټونه ډېر خراب دي؟

- دا د تعجب خبره نه ده.

- او پخوا پرې په زرګونو خلک او ګړندي وسايل تلل راتلل؟

- پخوا.

- ما هم غوښتل چې د هغوی غوندې وکړم. غوښتل مې چې ښارونه او نور ځايونه وپېژنم. خو تر ټولو جالب په خپله ښارونه نه دي، هغه څه چې تر هر څه ډېر جالب دي د ښارونو ترمنځ په ورځو او په ګړيو مزلونه دي. کله پر وښو ګرځېدلی ياست؟ کله مو ليدلي چې مېږيان مو له پښو لاندې تښتي او ملخان ټوپونه وهي؟

- نه... نه پوهېږم.

- ټول ښارونه سره ورته دي. تاسې دلته ماشين لرئ؟

- خود. دا خو بيخي ضروري شی دی. موږ په خپل ماشين ډېر وياړو. هېڅ شی ترې نه شي ختا کېدلای . تاسې هم بايد په بيړه له دې ځايه لاړشئ، که څه اوس به هم وار له واره تېر وي.

- نو زه خو څه کوم بد کار نه کوم.

- تاسې بهرنی ياست؟ (ښاغلي فېريې خپلې شونډې و زبېښلې) ګمان مې نه راځې چې ترې به خلاص شئ، هغه ډېر د لوړې کچې دی، تېروتلای نه شي، هېښوونکې حافظه لري. چې څوک وويني سمدستي پوهېږي چې دوست دې که... بهرنی.

- ګومان نه کوئ، چې دا خطرناکه خبره ده؟

- حظرناکه؟ يوازې د بهرنيانو لپاره.

- که چېرې تېروځي؟ که چېرې په تاسې د بهرني ګومان وکړي؟

- حتماً به مې ووژني. خو هغه نه شي تېروتلای.

- د خدای پامان. خوښ شوم، چې تاسې سره مې يوه شېبه خبرې وکړې.

- زه هم. ښه چانس درته غواړم.

وروسته ښاغلي فېريې له ځانه سره چورت واهه:

- ولې مې ورته وويل چې ښه چانس درته غواړم؟ ترې خلاصېدای نه شي، بېخي ترې نه شي خلاصېدای، د خلاصېدو هېڅ چانس نه لري.

سترګې يې نيمې پټې کړې:

- هغه ولې وويل ”د ښارونو ترمنځه“ خدای خبر دا خبره څه مانا لري. د ښارونو تر منځ خو هېڅ هم نه شته. کېدای شې چې د کومې غونډۍ له سره به د ښارونو افق ګېرچاپېره ځلېږي، ځلاندې ګومبزې به ښکاري او د برېښنا په څرک کې به د هغو ماشينونو فلزي انعکاس ښکاري چې ګرځي، امنيت برابروي او جاسوسان لټوي. کېدای شې چې ښکلې منظره به وي.

پر مخامخ دېوال يې د رڼا ټکی وليد. ماشين له نژدې کوڅې څخه راووت. هغه ولړزېد: ” که چېرې يې هېر کړی وم؟ که ختا شي؟ که هېر شوي يې وي چې زه ددې ښار اوسېدونکی يم؟

ماشين ورته په ځير ځير کتل او د ښاغلي فېريې سترګو ته خولې وربهېدلې. ”که د بهرني ګومان راباندې وکړي؟“

- سلام ښاغلی فېريې.

- سلام.

موټي يې لږ سست کړل، نوکانو يې په ورغوو کې سپين- ګلابي، ليندۍ ته ورته خاپونه پرې ايښي وو.

ماشين وويل:

- ښاغلی فېريې، نن ماښام به اسمان شين وي.

- حتماً.

- زه د يوبهرني په لټه کې يم، يو جاسوس. زه پوهېږم چې په ښار کې دی او په دې لاره تېرشو. تاسې خو به نه وي ليدلی؟

- ولې نه، لا يو څو شېبې مې خبرې هم ورسره وکړې.

- دا خو مو خپل حق دی. چېرې لاړ؟

- دا خو ستاسې کار دی چې معلوم يې کړئ.

يوه شېبه ټکنی شو، ماشين ته يې وکتل، بيا يې د کوڅې پای ته لاس ونيو:

- دغې خواته لاړ.

- ښاغلی فېريې ستاسې له همکارۍ څخه ډېره مننه کوم. پر ښار مو احسان دی. ارام اوسئ خلاصېدای رانه نه شي.

ماشين په منډه منډه روان شو، ارابې يې کړچېدلې او بند په بند جوړې شوي پښې يې په دقت ټولېدې او غځېدې.

ښاغلي فېريې له ځانه سره سوچ کاوه، يوه نرۍ موسکا يې پر شونډو راغله:

- همدا ګوندې خيانت نه دی؟ داسې فکر بايد سړی و نه کړي. ايا کېدای شي چې سړی دخپل ښار ساتونکي ماشين ته د يوه بهرني په ورکولو سره خيانت و کړي؟ بهرنی. زما د خپل ښار ماشين.

سترګې يې د رېبل شوو کبلو پر لور ور ټيټې کړې. د ماشين د تاوېدلو او ورو کېدلو پر مهال يې د شګې د دانو کړسا تر غوږو رسېدله. ښي لاس ته ګرزنی، بيا هم ښي لاس ته. د کورونو د بلاک دوره بشپړه شوه، ”کېدای شی چې بېرته به راګرځي“. ”خدای خبر چې تښتېدلی به وي که نه؟ که تښتېدلی وي دا به ډېره وېروونکې خبره وي، مانا دا چې دفاع مو بريالۍ نه ده“

بيا يې يو نری شان شغار تر غوږ شو. يو راز نوی نا اشنا غږ و، لکه د کومې حشرې چغار چې د ماشين د ګرځېدو غږ په کې ورک شو. بيا يې د انسان د پښو ښکالو واورېده

- لکه چې بېرته دې خوا ته راځي. خدای دې وکړي چې... خدای دې وکړي چې دا کار په دې کوڅه کې، زما په مخ کې و نه شي.

کوڅه ډېره پاکه او ډېره رڼه وه. د ونو ښه پالنه کېدله او پاڼو ته يې ښه سمه جلا ورکړ شوې وه.

غږونه چوپ شول. د کوڅې له کونج څخه لږ مخکې درېدلي وو، ښکارېدل نه خو ښاغلي فېريې د ماشين په وچ غږ پوښتنې او پر سېمټي ځمکه د سړي د پښو بې سېکه څپار اورېدای شو.

- تاسې څه نومېږئ؟ بهرنی ياست؟ دې ښار ته د څه لپاره راغلي ياست؟

- هسې، چکر مې واهه، پر لار تېرېدم.

- تاسې ګواکې خپل ښار نه لرئ؟ ښه نو کوڅه ډب ياست؟

- نه، زه خپل ښار لرم. د هغو غونډيو شا ته دی، خو ما نه غوښتل چې هلته پاتې شم، ما ګومان کاوه، چې دلته به حالات بل راز وي.

- تاسې نه واست خبر چې دې ښار ته راننوتل منع دي؟

- خبر وم، لوحې مې لوستې وې. پرې ليکلي وو ”ننوتل منع دي“

- نور څه هم پرې ليکل شوي.

- پوهېږم.

ښاغلي فېريې دسړي ټپ شان اواز واورېد: ”متخلف ته د مرګ سزا ورکول کېږي“

- نور څه ويل غواړئ؟

- يوه شېبه صبر وکړئ. تاسې خپلواک ماشين ياست؟

- زه خپلواک ماشين يم.

- هيڅوک مو نه اداره کوي؟

- هيڅوک مې نه اداره کوي.

- هېڅ کوم انسان نه شته چې ستاسې د غږ له لارې خبرې وکړي يا ستاسې په غوږ څه واوري؟

- نه هيڅوک نه شته.

- هيڅوک مو نه درولای او نه بدلوای شي؟

- نه زه د ښار دفاع کوم او تلپاتې يم. له دوښمنانو ها خوا به نو څوک زما د درولو هڅه کوي؟

- ښه نو نور د ويلو څه نه لرم، اوس وخت له وخته تېر دی.

- ښه نو تيار ياست؟

يوه شېبه چوپتيا خپره شوه. ښاغلي فېريې له ځانه سره وويل، کاشکې دومره باد خو لګېدای چې د کړکيو لرګينې پردې يې چغولې وای.

- فکر کوم چې تيار يم.

ښاغلي فېريې ټکان واورېدل، د اور لمبه ، ايرې او د جارو په وسيله د ايرو راښکل کېدل او په هوا کې شيندل کېدل يې په تصور کې مجسم کړل. په دې کې د ډار څه خبره نه وه.

ژبه يې وچه وه. ويې ويل:

- خپله ګناه يې وه. خپله ګونا يې وه څوک خپل ښار هم چېرته پرېږدي؟ څوک نو په لوی لاس ځان د لېوه په خوله کې اچوي؟ افسوس دی، ښه هلک ښکارېده. خو ښه شو. جاسوس به و، ولې به جاسوس نه و يا له هغه هم بتر، کوڅه ډب به و.

ماشين يې تر مخ تېر شو. و يې ويل:

- سلام ښاغلی فېريې.

هغه بې اختياره جواب ورکړ:

- سلام.

له ځانه سره يې فکر کاوه:

- د افسوس ځای په کې نه شته. بله لار يې نه وه، همداسې به کېدل. احمقانه کار.

د مېز پر سر چې ګيلاس ايښی و را وايې خيست او د يخي ټوټې ته ځير شو چې په ګيلاس کې تاوېده را تاوېده. يوه ځلېدونکې، له لمره ډکه ټوټه چې هېڅ نه درېده، چې له درېدو وړاندې ويلې کېدله. لکه څوک چې پر شاړو واټونو ګرزي، نه کور لري، نه ښار.

د برېښنا څرک شو او يو تود باد پر ښار تېر شو. ښاغلي فېريې په لوړ اواز وويل:

- بم. رښتيا موږ خو په جنګ کې يو خو د څو کالو راهيسې څه پېښه نه وه شوې. دا جنګ به د تل لپاره روان وي.

نه لوګي ليدل کېدل او نه لمبې.

- لکه چې ختا شو. بل بم ته به بيا لس کاله انتظار کوو. هغوی تل ګومبزې په نښه کوي په دې هيله چې د ښار مغز ، د ښار ژوند به په دې ډول تبا کړي. وايي چې د ګومبزې د ننه په کوټو ټيکلي او مقناطيسي پټۍ پرتې دي، چې د ماشين بې ساري الکترونيکي حافظه تشکيلوي. ټول نومونه، عمرونه، شکلونه، بويونه، مېچونه، د ښار د خلکو څېرې هر څه په دغه حافظه کې دي. ټول ښار په مقناطيسي ځواک د کتار شوو موليکولونو او بلورونو په وسيله ثبت او درج دی. د انسان سترګه دا شيان نه شي ليدای. دا يو مطلق ساتل شوی راز دی. دا جنګ د ښارونو تر منځ د ماشينونو جنګ دی

نظر يې د ګومبزې په پاسته کږلېچ تېر شو:

- له کلونو راهيسې، په تېرو سلو کلو کې څوک هلته نه دی ورننوتی. څومره وخت کېږي چې دا ګومبزې خپل مرموز ژوند کوي؟ يو نسل؟ درې نسله؟ د تل راهيسې؟ نه پوهېږم چې موږ هم پر نورو بمونه ور اچوو، چې موږ هم ګومبزې په نښه کوو که نه؟ کله نا کله به ښارونه هم ړنګېږي او خلک به بې ماشينه، بې دفاع پاتې وي. څومره بد حالت به وي؟

سبا سهار يې ژر ژر سباناری و کړ. يوازې اوسېده. کله يې چې خپله پياله تشوله په ګاونډي کور کې يې چغې او غږونه واورېدل. بيا خاموشي شوه او ويې ليدل چې ماشين غلچکی شان د کړکۍ له لارې راووت.

- عجب!

ناڅاپه يې زړه ته راغله، چې څومره خپل ګاونډيان ورته لېرې او پردي ښکارېدل. ان د بل ښار له هغه مساپر سړي نه هم ډېر ور ته پردي وو. راووت، پر کبلو کېناست. د ماشين چغار يې تر غوږ شو. يو فلزي غږ ورباندې نارې کړې.

- راوځئ!

پاڅېد. سرو، بې حرکته سترګو ته يې مخ ورواړاوه.

- راوځئ، تاسې ته وايم!

ښاغلي فېريې په ناباورۍ وويل:

- ما ته؟

- هو تاسې ته. ژر کوئ!

راووت، د سړک په منځ کې د ماشين مخې ته ودرېد.

- تاسې څه نومېږئ؟

- فېريې. تاسې ما پېژنئ.

- زه مو نه پېژنم، تاسې بهرنی ياست.

هغه لاسونه سره و مروړل.

- زه په همدې ښار کې اوسېږم. پرون مو لکه د نورو ورځو روغبړ راسره وکړ. زه ددې ښار اوسېدونکی يم، نوم مې هلته ليکل شوی دی.

لاس يې د ګومبزې په لور و غځاوه.

- زه د فېريې په نامه څوک نه پېژنم.

- دا ناشونې ده (نوکانو يې پر سپينو لاسونو ګلابي داغونه جوړول) زه په دغه کور کې اوسېږم.

- که چېرې تاسې دلته اوسېدلای ما به ارومرو پېژندلای.

- قسم دی. ګورئ، په دې کور کې څوک اوسېږي؟

يو شېبه يې انتظار ووېست. 

- هېڅوک. دا کور تش دی. نه مې يادېږي، چې څوک دې دلته اوسېدلی وي.

- هېر کړي مو دي. هېر؟!

سلګۍ يې وهلې.

- زه هېڅ شی نه شم هېرولای، زه نه شم تېروتلای.

يو فکر ورغی:

- راته وواياست چې په دې کوڅه کې څوک اوسېږي، په ټوله کوڅه کې د اوسېدونکو نومونه...

- هېڅوک. په دې کوڅه کې کله څوک نه دي اوسېدلي.

- او په ټول ښار کې؟

فېريې دا خبره په چغه وکړه، په ګاونډي کور کې يې چې سهار د وخته نا اشنا غږونه او چغې اورېدلې وې په راز يې پوه شو.

- هېڅوک په دې ښار کې نه اوسېږي، دا ښار شاړ دی، تش دی زه د داسې چا په باره کې معلومات نه لرم، چې په دې ښار کې دې اوسېدلی وي. دلته يوازې بهرنيان دي. تاسې خپل ښار نه لرئ؟

- ولې نه، همدا ښار!

د فېريې غږ ټپ او بې ځواکه و.

- تاسې نه وئ خبر چې دلته راننوتل منع دي؟

- نه، نه ځکه چې زه همدلته اوسېږم.

لاندينۍ شونډه يې داسې اوږده شوه، لکه ژړا ته چې ځان جوړوي.

- څه ويل غواړئ؟

- کولای شم چې يوه بله پوښتنه هم درنه وکړم؟

- ولې نه، څه تادي خو مو نه ده.

- دلته بېګا يو بم ولګېد؟

- هو.

- څه راز بم و؟

- مقناطيسي بم و. څه تاوان يې نه دی رسولی.

- پوه شوم. پوه شوم.

د ښاريانو د ژوند په اړه د معلوماتو پاک شوي، ړنګ شوي پټې او ټيکلي يې سترګو ته ودرېدل، چې هېڅ هم نه وو پرې پاتې. مقناطيسي بم. هېرجن ماشين. ټول خلک په خپل ښار کې پردي شوي وو. دا بيخي منطقي خبره وه، هر څه پاک شوي وو، هر څه مړه وو.

- بس همدومره معلومات مو غوښتل؟

- هو.

ورته نه شم ويلای، چې هر څه يې هېر کړي دي، هغه ته دا د منلو وړ نه ده، ماشين نه شي تېروتلای.

- زما په کور به پام کوئ.

- تيار ياست؟

- ګومان کوم چې تيار يم.

شونډې يې رېږديدې.

ماشين ورته وويل:

- په درد به نه پوهېږئ.

د ډزو شرپ، د اور لمبه، راښکل شوې او د يو ميليون کلونو لپاره د شاړ شوي ښار په فضا کې شيندل شوې ايرې.