رحمت الله اندړ: طالبانو چور ته زمینه برابره کړې.

رحمت الله اندړ: طالبانو چور ته زمینه برابره کړې.


  • 4 مياشتي دمخه (18/05/2021)
  • خالد سهار
  • 266

د میدان وردګ ولایت په نرخ‌ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي تاسیساتو له ویجاړېدو وروسته د ملي‌امنیت شورا وايي، چې طالبان د عامه‌نظم ګډوډولو او چور ته‌زمینه برابروي. 

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله‌اندړ په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو ټول تمرکز په جګړه دی او زیاته‌کړې یې ده "طالبان په خپل ټول توان هڅه‌کوي، چې ځينې ساحې د نيولو په نامه تخريب، خلک کډو ته مجبور، عامه نظم اخلال او چور ته‌زمینه برابره کړي".

ښاغلي اندړ ویلي چې طالبان پر "ولسي او ملکي اهدافو فشار د دې لپاره واردوي" چې ځانونه قوي وښیي او پر خلکو باندې د بدې ورځې مسؤولیت پر حکومت واچوي.

هغه دغه‌راز ویلي، چې طالبان له تروريستي ګروپونو سره ايډيالوژيکي او اقتصادي اړيکې لري او د دوی تر منځ "واقعي پرېکون سخت دی".

نوموړي ټینګار کړی چې: "د طالبانو په ليکو کې اوس هم بهرني اتباع عملاً په جګړه کې دخيل دي چې وخت پر وخت يې هويتونه څرګند شوي دي، له همدې امله د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه بیا و ارزول شوه".

بل لورته د ملي امنیت‌عمومي رئیس احمدضیاء سراج هم ویلي وو، چې طالبان په‌ افغانستان‌کې ۲۰ تروریستي‌ډلې رهبري کوي.

د هغه په وینا هېڅ تروریستي ډله د طالبانو له همکارۍپرته په افغانستان‌کې فعالیت نشي‌کولای. 

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی‌و.