اشرف غني احمدزي د کرزي د ماتولو لپاره خپل انتخاباتي کمپاين پيل کړ


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • اشرف غني احمدزي
  • 207

دغه کمپاين د کارموندنې، شفافيت، امنيت او عدالت لپاره په موثرو پلانونو ولاړ دی.

کابل، افغانستان (۲۷ جوزا، ۱۳۸۸)- اشرف غني احمدزی، د ماليې پخوانی وزير او کابل پوهنتون پخوانی رییس، د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره خپل کمپاين له خپلو ملاتړو سره د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي بڼه پيل کړ.

اشرف غني احمدزي وويل: “افغانستان ښاغلي کرزي ته کافي چانس ورکړ، چې رهبري يې کړي، خو ناکام شو. د هغه ناکامې دولتدارۍ شرپسندانو ته مخه ورکړه، چې افغانان يې اول او نوره نړۍ دویم له خطر سره مخ کړه، او زموږ خاوره يې لوټ کړه. د کرزي په دوره کې اداري فساد دومره ورانوونکی شو، چې نن ۶۰٪ خلک وايي، چې دغه هیواد پر غلط جهت روان دی. زه ددې لپاره کانديديږم، چې خلکو ته هغه اختیار ورکړم، چې دوی سخت ضرورت ورته لري—صادق رهبريت، په دولتدارۍ کې تجربه، او هغه ازمويل شوي نظريات، چې د افغانستان خلکو ته کار او عدالت راوړي.”
زرګونه وګړي لا د مخه د بدلون او يو نوي پيل لپاره د اشرف غني له کمپاين سره يو ځای شوي دي. د دوديزو اجتماعي روابطو او نوې ټکنالوجۍ، لکه د کمپاين ویبسايټ (www.ashrafghani.af)، په کارولو اشرف غني په کابل او ولاياتو کې له ۸۰۰۰ زیات رضاکاران راجلب او د نړۍ په ګوټ کې لسګونه زره حاميان راجلب کړي دي. له رسمي پيله وروسته اشرف غني په پلان کې لري، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمیر وګړي وګوري. له مشرقي زون څخه د هغه حاميان راټول شول او بیرته د مارش په توګه ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ته وخوځیدل، چې په دغو ولایاتو کې کلي او ښارونه په حرکت راولي. اشرف غني به له ځوانانو، متعلمينو، ښځو او د ښارونو او کليو له اوسیدونکيو سره خپلو ليدنو کتنو ته دوام ورکوي.

د اشرف غني کمپاين داسې جوړ شوی، چې له رايه ورکوونکيو سره د راتلونکي لپاره پر پلانونو يوه مباحثه پيلوي، د بیلګې په توګه داسې يو اقتصادي پلان، چې په زراعتي، ساختماني، معادنو، بريښنا، اوبو، مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتورونو کې يو مليون نوي کارونه پنځوي.

اشرف غني احمدزي وويل: “کله چې زه د ماليې وزير وم، په هرو څلورو مياشتو کې مې يو لړ اصلاحات بشپړول. د مخابراتي صنعت اصلاحات يې يوه بیلګه ده، چې دا څرګندوي، چې په افغانستان کې کارونه څنګه سمیدای شي. موږ له مخابراتي شرکتونو وغوښتل، چې زموږ په بازار کې د کار د جواز لپاره مناسب فیس ورکړي، چې په نتيجه کې يې موږ ګټه وکړه. افغانستان د خپلې بوديجې لپاره عوايد ترلاسه کړل، چې نن له ۷،۵ میلیونو څخه زیات خلک په تجارتي او کورني ژوند کې ټلفونونه کاروي، نوي کارونه مو ایجاد کړل او مخابراتي شرکتونه د بازار له یو بلیون څخه زیاته ګټه اوچتوي. کامیاب اصلاحات ناشوني نه دي، خو رهبریت، پوهې او جدیت ته اړتیا لري. دا هغه څه دي، چې زه به يې د يو ولسمشر په توګه افغانانو ته ورکړم.”

اشرف غني د ماليې وزير په توګه يو شمیر عمده لاسته راوړنې وکړې، چې دده د ښه رهبريت ښکارندويي کوي. ده ګمرکات او عوايد مرکزي کړل، چې دولت وکړای شي د ولس شتمني خوندي او له يوه مرکزه اداره کړي. ده د مخابراتو ريښې وغځولې، په مخابراتي سکتور کې يې د پانګه والو د جلبولو لپاره قانون جوړ او پلان طرح کړ، چې اوسمهال د دولت د عوايدو عمده سرچينه تشکيلوي. پراخ مالي اصلاحات يې راوستل، چې د وزارت او نورو دولتي دوايرو په فعاليتونو کې يې شفافيت یقيني کړ او د درغليو مخه يې ونيوله. اشرف غني احمدزی د کابينی لومړنی وزير و، چې ملت ته وښودله او خپله ټوله دارايي يې له حکومت سره ثبت کړه، چې په دې ډول يې شفافيت او حساب ورکول عملا له ځانه پيل کړل.

جان ټیلر د امریکې د ماليې وزارت معاون، چې د اشرف غني د ماليې وزارت په دوران کې ورسره نږدې کار کړی په خپل کتاب کې ليکلي دي، چې “اشرف غني په افغانستان کې هغه رول ولوباوه، چې هیملتن د امريکا ډېر نامتو شخصيت او د ماليې لومړني وزير په امرېکا کې لوبولی و.” ښاغلي هیلتمن د امريکا د مالي نظام اساس ایښی دی.

هغه وخت، چې اشرف غني د ماليې وزير شو، د افغانستان خزانه په بشپړه توګه تشه وه، خو ده خپلې لومړنۍ هلې ځلې د دولت د مامورينو د معاشاتو په برابرولو او خوندي کولو متمرکزې کړلې. د برلين کنفرانس له لارې يې وکړای شول نړۍ ته قناعت ورکړي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه د ۳ کالونو لپاره ۸،۲ مليارده ډالر مختص کړي، په همدغه کنفرانس کې يې نړيوال قانع کړل، چې په افغانستان کې د ۸ کالونو لپاره ۲۶،۵ مليارده ډالر پانګه واچوي. اشرف غني احمدزی، دده د ابتکاري نظرياتو او مناسبې دولتدارۍ لپاره، د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپيژندل شو.