ننګرهار کې افغان ځواکونو د دوه پاکستانيو اتباعو په ګډون یوولس طالبان وژلي.

ننګرهار کې افغان ځواکونو د دوه پاکستانيو اتباعو په ګډون یوولس طالبان وژلي.


  • 4 مياشتي دمخه (17/05/2021)
  • خالد سهار
  • 208

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د دوو پاکستانیو اتباعو په ګډون د یوولسو وسله والو طالبانو د وژلو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال طالبان تېره ورځ د دې ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه بله خپره شوې خبر پاڼه کې راځي، چې په دغه ولایت کې دوه تنه وسله وال طالبان نیول شوي.

سرچینه وایي، چې د دې ولايت تورخم ښارګوټي او بهسودو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو دوه غړي ثابت الله مشهور په خطر او عنايت الله نیول شوي.

سرچینه زیاتوي، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

دا خبرونه د افغان حکومت او طالبانو په کمکي اختر کې تر درې ورځني اوربند پای ته رسېدو وروسته خپرېږي.