دفاع وزارت: افغان ځواکونو بغلان کې ۲۵ طالبان وژلي.

دفاع وزارت: افغان ځواکونو بغلان کې ۲۵ طالبان وژلي.


  • 1 کال دمخه (08/05/2021)
  • خالد سهار
  • 618

سمسور (شنبه د غوایي ۱۸) افغان چارواکي وایي، ځواکونو یې بغلان ولایت کې د پیل شویو ګډو عملیاتو پر دوام ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله. 

دفاع وزارت وایي، چې تېره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت بغلان جدید او دهنه غوري ولسوالیو اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي هدفمند عملیات ترسره کړي.

د یاد وزارت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته دغو عملیاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او ۱۲ نورو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تردې مهاله وسله والو طالبانو د وراوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې جګړې په شدت سره روانې دي، چې دواړه ښکېل لوري یې یو او بل ته د درنو مرګ ژوبله ادعاوې کوي.