نیویارک ټایمز: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به خطرونه رامنځته کړي.

نیویارک ټایمز: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به خطرونه رامنځته کړي.


  • 1 مياشت دمخه (06/05/2021)
  • خالد سهار
  • 118

سمسور (پنجشنبه د غویي ۱۶) نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره ویلي، له کله چې دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ورسره همهاله د جګړې لمن د پراخېدو په حال کې ده.

سرچینې وایي، په لوګر کې موټربم برید د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره یو ځای وشو او همداشان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې هم پراخې شوې دي.

ورځپاڼه کې راځي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال اباد او کندهار پر هوایي لارو تکیه کوي او د دې هوایي لارو امنیت د امریکا په لاس کې دی خو سره له دې هم د ورځپاڼې په باور د دوی وتل به له خطرونه متوجه او رامنځته کړي.

بل لورته تازه بیا طالبانو کندهار کې د دهلي بند امنیتي پوستې نیولي.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ د دهلې بند او نږدې سیمې نیولي.

دغه بند د کندهار له مرکز ۴۰ کیلومتره لرې شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۶۵ کاله وړاندې د امریکا په مالي لګښت جوړ شوی دی. 

سرچینې وایي، طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې دا سیمه کلابند کړې وه او د دې بند کارکوونکو ته یې ګواښ کړی و چې سیمې ته به نه ورځي.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو تېره ورځ تر یوې اوونۍ سختې جګړې وروسته د دې بند پر ټولو برخو ولکه وکړه او بند ساتو پولیسو هم شاتګ کړی.

که څه هم د کندهار ځايي چارواکو تر دې دمه د دې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې یې ویلي و، چې وسله والو طالبانو دهلې بند ته څېرمه پل پر بمونو الوځولی دی.